ولسمشر غني: که ولسي جرګه راضي نه وي له ای اېس ای سره به استخباراتي تړون لاسلیک نه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64054
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-28

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي وایې چې ولسمشر اشرف غني ورسره ژمنه کړې که د ولسي جرګې غړې راضي نه وي نو له پاکستان سره استخباراتي تړون به لاسلیک نه شي.یو شمېرحکومتي چارواکي چې د پاکستان سره د معلوماتو د شریکولو د استخباراتي تړون په لاسلیک کولو کې دخیل دي د دې تړون لاسلیک د بېړې پریکړه بولي او د ولسي جرګې غړو ته یې ویلي چې په خپل دې کارپیښمانه دي.د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده که څه هم د دې کسانو نومونه نه اخلي خو وایې دې کسانوتېره شپه له ولسمشرغني سره د ولسي جرګې د اداري پلاوي، کورني امنیت، نړېوالو اړیکو او د دفاعي کمیسیونونو سره په یوه غونډه کې دغه څرګندونې مطرح کړې.ښاغلي اخندزاده وویل چې جمهورریس غني له دوی څخه د وخت ورکولو غوښتنه کړې ترڅو د پاکستان سره په دې تړون کې اصلاحات راوستل شي.