ولسمشرغني ایسا ادارې ته د وسله والو کسانو د ننوتلو د قضیې د څېړلو امر کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64055
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-28

افغان ولسمشر ملکي ادارو ته د وسله والو کسانو ننوتل د نه منلو وباله او امر یې وکړ چې د ایسا ادارې ته د وسله والو کسانو د ننوتو قضیه دې په جدي ډول وڅېړل شي. ولسمشراشرف غني دا خبره پرون په هغه غونډه کې وکړه چې د ایسا یا په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ د ادارې د ستونزو د څېړلو لپاره جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د ایسا د ادارې د سرپرست او مرستیالانو پوسټونه تعلیق شول او ولسمشر په ایسا کې د فساد د څېړلو او تفتیش لپاره یو پلاوی وګوماره.