شاهد: افغان حکومت او وسله وال طالبانو یو ځل بیا خبرو ته سره کیني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64058
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-29

راپورونه وايي افغان حکومت او وسله وال طالبان یو ځل بیا غیررسمي خبرې کوي. د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وايي دواړه لوري به د سولې د رسمي خبرو لپاره د زمینې پر برابرولو خبرې وکړي. شاهد دا نه دي ویلي چې دا ځل به د واړو لورو ترمنځ خبرې چېرې او څه وخت ترسره شي. نوموړي ویلي چې طالبان اوس د واک پر انحصار ټینګار نه کوي، بلکې د واک وېش ته چمتو دي.