اڅکزی: پاکستان د یو شمېر پښتنو پېژند پاڼې بلاک کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64059
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-29

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو شاوخوا یو لک کسان چې اټکل کېږي افغانان دي پردي اعلان کړل. د پاکستان د نفوسو د ثبت اداره وايي د دوی په څېړنو کې څرګنده شوه چې دغو کسانو د پاکستان جعلي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي. دې ادارې له څو میاشتو راهیسې د هغو بهرنیانو په اړه پلټنې کولې چې د پاکستان تذکرې یې اخیستې دي. د پښتنو د عوامي نشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي د حکومت دغه ګام غندلی او ویلي یې دي چې د پښتنو پېژندپاڼې یې بلاک کړې دي.