چنار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64079
اتل وردګ
دخبریدو نیټه : 2015-05-31

چنار
 زمو‌ږ د کلی زوړ چنار
 د نیمګړي عشق کیسه کا
 چه په یوه طوفانی شپه کی
 دوه مین کړه لاره ورکه
 او د تورو له شرنګایی
 دی چنار ته پناه راوړه
 خو د تورو صاحبانو
 د مین د وینو تږي
 دا سپیڅلی عاشقان
 د چنار غیږ کی پیدا کړل
 او نا څاپه درد چیغی
 هان هم ورسیدی تر غرونو
 د چنار لمنه سره شوه
 توره شپه نوره هم شپه شوه
 د معصومو وینی توی شوی!
 ***
دا هماغه زوړ چنار دی
 چی تر اوسه نیمه شپه کی
 د مینو د درد چیغی
 یوناڅاپه کا را پورته
 او په درد سره وژاړی
 خلک وایی چی پیریان دی
 د چنار غیږ کی دیوان دی
 خو زه پوه یم چی چنار هم
 دغه غم نشی زغملی
 د بیوسه عاشقانو
 تیر یادونه بیا تازه کا
 ها د توری شپی کیسه هم
 کلیوالوته ښکاره کا!


 مزارشریف ۱۳۹۴