فضل الغني پښتوشرح قدوري .۱۵،سبق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64106
ابوالفضل ٖفغاني کان الله تعالی له
دخبریدو نیټه : 2015-06-02

دابداسه سنتونه په خلاصه ، منظم او واضح ډول : پوسه ! چي سنت دابداسه ټول اتلس دي : ۱ : له مخه ترشروع په ابداسه کي دابداسه نيت کول ، په دې ډول چي نيت مي کړي دی دابداسه ، يا د لري کېدو د بې ابدسي ، يا دسم اداکولو دلمانځه. [ الميسر] . پوسه !چي که سړي اودس وکړي او په زړه کي يي نيت داوداسه نه وي کړی نو په دغه اوداسه سره لمونځ خو صحيح کېږي مګرثواب ددغه اوداسه نسته اودغه اودس عبادت نه بلل کېږي . [ شامي / ج۱ ، ص۸۰] . سوال : اودس کونکَی به داوداسه نيت څه وخت کوي؟ جواب : په دې مسأله کي اختلاف دی : ځيني وايي د مخ دپرېمينځلو په وخت کي بې کوي ، او ځيني وايي چي په هغه وخت کي بې کوي چي لاسونه تربندو پوري پرېمينځي ، کوم چي تر مخ پريمينځلو له مخه دی او ځيني وايي چي د اوداسه تر ټولو اعمالو او سنتو له مخ به نيت کوي ، نو بنا پر دغه بايد نيت تر استنجاء وهلو هم ړومبی وکړ سي . [ در علي هامش شامي / ج۱ ، ص۸۰ ] . پوسه ! چي د درمختار دعبارت له سياق څخه داسي فهمېږي چي دريم قول راجح دی . سوال : کوم درې سنته دي په اوداسه کي چي درې سره په يوه وارپه ابتدا د اوداسه کي کېږي . جواب : نيت ، بسم الله او پرې مينځل دلاسو تربندو ؛ ځکه په زړه سره نيت ، په خوله بسم الله او په عمل سره دلاسو پرېولل په يوه وارکېږي ، خو دا هلته چي نيت په خوله ونکړي ، اودس استنجا ونه غواړي يا نيت له استنجا وروسته بېرته نوی کړي . [ شامي مع توضيح ] . سوال : په کوم اوداسه کي نيت کول فرض دی ؟ جواب : په هغه اوداسه کي چي ماموربه په آيت داوداسه سره دی يا په بل تعبيرپه هغه اوداسه کي چي عبادت بلل کېږي او په هغه اوداسه کي چي دخره په پسخورده اوياپه نبيذالتمر سره وي . [ ح۲ ] . په وخت دشروع دابداسه کي « بسم الله الرحمن الرحيم » ويل . ۳ : تر بندو پوري دواړه لاسونه په اول دابداسه کي پرېمينځل . ۴ : مسواک وهل که مسواک نه ؤ په ګوته مسواک وهل . ۵ : په خوله اوبه رغړول . ۶ : په پزه اوبه رغړه ول . ۷ : په مضمضه او استنشاق کي مبالغه کول ، په دې شرط چي ابدس کونکی روزه دار نه وي ،. ۸ : دهراندام درې واره پرېمينځل . ۹ : پرټول سر مسح کول . ۱۰ : مسحه کول دغوږو هم دظاهر دغوږو او هم دباطن دغوږو . ۱۱ : دږيري خلالول دلاندي له خوا . ۱۲ : د ګوتو خلالول که دپښو وي او که د لاسو وي . ۱۳ : مُښل داندامو په وخت دپرېمينځلو کي . ۱۴ : دا چي هروروستنی اندام به له مخه تر وچيدو داول اندام پرېمينځي . ۱۵ : په ترتيب سره ابدس کول ، په دي ډول چي اول مخ بيا لاسونه پرې مينځي بيا دسرمسحه او بيا پښې پرېمينځي . ۱۶ : اول راسته لاس بيا چپه او دارنګه اول راسته پُښه بياچپه پُښه پرې مينځل . ۱۷ : د مخ له دسر مسحه شروع کول چي اول دسردمخ خوامسح سي . ۱۸ : دغاړي مسحه کول . [ الميسر / ص۳۲و۳۳ ] پوسه چي په دغومذکوروسنتوکي ځيني دځينوعلماووپه نزدمستحب بلل سوي دي چي يوله هغوڅخه مسحه درقبې ده.شامي ددي قول په باره کي چي مسحه درقبې مستحب ده ويلي دي،وهوالصحيح،وقيل سنة،نوربیا