فضل الغني پښتوشرح قدوري ۱۶ سبق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64151
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-06-07

ټکي په ټکي ترجمه : ( وَ ) او ( يُسْتَحَبُّ ) مستحب دی ( لِلْمُتَوَضِّيءِ) اودس کونکي لره ( أَنْ ) دا (يَنْوِيَ ) چي نيت به کوي ( الطَّهَارَةِ ) داوداسه ، ( وَ) او ( يَسْتَوْعِبَ) کښېباسي ( جَمِيْعَ ) ټول ( الرَّأْسَ) سر (بِالْمَسْحِ) په مسح سره ،یعني پرټول سرباندي مسح وکړي ( وَ ) او ( يَتَرَتَّبُ) په ترتيب کوي ( الْوُضُوْءَ ) اودس ( فَ) نو ( يَبْدَأُ ) شروع وکوي ( بِمَا) په هغه اندام ( بَدَأَ) چي شروع کړېده ‎( اللهُ ) خدای پاک ( تَعَالَي ) چی ډېرلوی دی (بِذِکْرِ ) په يادولوسره ( هِ ) دده ، يعني دهغه اندام ،داوداسه په آیت کي چي ،یاایها الذین آمنوا اذاقمتم الخ دی اومخکي تیرسو،چي په کوم ترتیب سره د اندامودپریمینځلویامسح کولوذکرسوئ دی په همهغه ترتیب به اودس کېږي ( وَ) او ، يعني اومستحب ده شروع کول ( بِالْمَيَامِنِ) په راسته اندامو . پوسه چي په قدوري کي خوداوداسه مستحب فقط دغه يوڅوشيان درته ذکرسوه : «۱» داوداسه نيت کول«۲»پرټول سرمسحه کول «۳»په اوداسه کي دترتيب خيال ساتل په دې ډول چي په آيت داوداسه کي چي دکوم شي وينځل اول ذکردۍ اودکوم شي وروسته نواودس کونکی به هم په هغه ترتيب سره اودس کوي نواول به مخ بيابه لاسونه وينځي اوبيابه دسرمسحه کوي اوبيابه پښې پري مينځي .،اودغه شيان هم کوم چي قدوري مستحب بللي دي ځينونوروبياسنت داوداسه بللي دي ،صاحب دنورالايضاح نيت سنت بللئ دی اودارنګه يي ترتيب په اوداسه کي سنت بللئ دی اودارنګه يي شروع کول په پرې مينځلوسره دراسته انداموسنت بللې ده اودارنګه يي شروع کول په وينځلوسره دسرودګوتوپه لاسواوپه پښوکي اودارنګه يي شروع کول دمخ له خواڅخه په مسحه کي دسرسنت بللي ده اواکثرفقهاءهم پردغه خبروباندي دنورالايضاح دي هوصرف په مسحه دغاړي کي اختلاف دۍ څوک يې سنت اوڅوک يې مستحب بولي،،دلته درې خبري زده کړی،اوله خبره دمستحب اوادب اومندوب اونفل اوتطوع اوفضيلت دمعني اودفرق په باره کي ده په دې باره کي که څه هم مخکي تفصيل تيرسويدی خودوباره يي بياوضاحت کوم سره له ځينونوروخبرونوپوسه چي دشرعي ماناپه اعتباردغه لفظونه هيڅ فرق نه سره لري ټول په يوه معني دي چي هغه معناعلماوودفقهي په مختلفوتعبيروسره بيان کړيې ده شرحه يي داده«۱» مافعله خيرمن ترکه«۲»مايمدح المکلف بفعله ولايذم علي ترکه«۳»ماطلب فعله شرعامن غيرذم علي ترکه«مافعله النبی صلي الله عليه وسلم مرة اومرتين ولم يواظب عليه»«۴»مافعله النبی صلی الله عليه وسلم مرة وترکه اخري اولم يفعله ولکن رغَّب فيه ومااحبه السلف» طحطاوي ،مراقي ،شامي ،در،اقول الاخير هوالا حسن ، نودغه ډول کارته په دې وجه مستحب ويل کيږي چي دخدای پا ک اودرسول صلی الله عليه وسلم خوښ دی اوپه دې وجه ادب ورته ويل کېږي چي دورع کاردی اويا محمودخوئ دی ياوضع دشي ده په خپل ځای کي اويانګهداشت اوساتنه دحدده اوپه دې وجه مندوب ورته ويل کېږي چي الله پاک يارسول صلي الله عليه وسلم يې ثواب اوفضيلت بيان کړئ دی اويايي دده وکولوته رابلل کړي دي اوپه دې وجه نفل ورته ويل کېږي چي پرفرضواوواجبواوپرسنتوباندي زائدکاردی اوثواب په زياتېږي اوپه دې وجه تطوع ورته ويل کېږي چي دشرعي له خواالزام نسته بلکه په خپله خوښه يي سړئ کوي اوپه دې وجه فضيلت ورته ويل کېږي چي کول يي سبب دزيادت دعبادت اوداجرګرزي اوياله دې وجي چي پرنکولوباندي فاضل دی دمندوب حکم : وحکم المندوب الثواب علي الفعل وعدم اللوم علي الترک ،شامي،يعني حکم دمستحب دادی چي وکونکي تې ثواب ورکول کېږي اونه کونکي تې هيڅ سزانسته اونه يي په نه کولوسره څوک لږياډېرګناهګاره کېږي «اياپه ترک دمستحب سره ثبوت دکراهت لازميږي؟په دي کي اختلاف دی ظاهرقول دادی چي نه لازميږي،في البحرولايلزم من ترک المستحب ثبوت الکراهة،اي کراهة التنزيه، اذلابدلهامن دليل خاص»في الشامي ص۹۱ج۱وهذاهوالظاهر،«هل المندوب افضل ام السنة الزائدة؟صرح القهستاني بانه اي المندوب دون السنن الزوائد،شامي حواله بالاوقيل بل فوقها لانهامن العادات والمندوب عبادة،ورده في الشامي ،ص۷۶ج۱ . فائده : ايا خلاف الاولي اومکروه تنزيهي فرق سره لري؟په دي کښي اختلاف دۍ ،ځيني لکه صاحب دنهروايي چي فرق نه سره لري ،لمافي الفتح من الجنائزوالشهادات ان مرجع کراهة التنزيه خلاف الاولي،اوځيني لکه صاحب دبحرواي چي فرق سره لري ځکه چي خلاف اولی عام دی ترمکروه تنزیهي .