فضل الغني پښتوشرح قدوري .۱۸،سبق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64153
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-06-07

داوداسه ددعاوو تحقيق : پوسه چي په يوه حديث کي چي په صحيح مسلم کي يي له عمررضي الله تعالي عنه څخه روايت سويدۍ داسي راغلي دي چي نسته له تاسي څخه هيڅ يوڅوک چي اودس په کامله طريقه وکړي وروسته داسي ووايي اشهدان لااله الاالله،وحده،لاشريک له،واشهدان محمدا عبده،ورسوله،»مګرخلاصي به سي ودته دروازې دجنت چي اته دي له هري دروازي څخه چي دده خوښه سي وجنت ته به ورداخليږي ددغه حديث روايت ابوبکرخلال هم په خپل سندسره کړئ دی سره له دوه قسمه زيادته پرحديث دمسلم باندي اول زيادت دادی چي دابوبکرپه روايت کي داراغلي دي چي له اوداسه څخه وروسته به واسمان ته نظرپورته کوي ورته ګوري به بيابه نومذکورشهادت وايي اودوهم زيادت يي دادی چي له مذکورشهادت څخه وروسته به داوايي« اللهم اجعلني من التَّوَّابين،واجعلني من المتطَهِّرِيْن»همداسبب دی چي ځينوفقهاؤلکه صاحب دمغني ذکرکړي دي چي له اوداسه څخه وروسته دامستحب دی چي سترګي واسمان ته پورته کړي اوبيامذکورشهادت ووايي،اونسايي په،عمل اليوم والليلة،اوحاکم په مستدرک کي ديوه حديث روايت کړيدی چي له اوداسه څخه وروسته به داسي وايي،سبحانک اللهم وبحمدک اشهدان لااله الا انت استغفرک واتوب اليک»خوددغه حديث په وقف اوپه رفع کي اختلاف دۍ اودارنګه په تصحيح اوتضعيف کي هم ددې حديث اختلاف دی حاکم رحمه الله موقوف صحيح بللی دی اوامام نووي موقوف اومرفوع دواړه ضعيف بللي دي خوڅرنګه چي په فضائلوکي په ضعيف حديث سره هم عمل صحيح دی نوپه دې وجه امام نووي رحمه الله تعالي په کتاب الاذکارکي دشيخ ابوالفتح رحمه الله په حواله مذکوري درې سره دعاوي راجمع کړيې دي چي مجموع بايدوويلې سي په دې ترتيب« اشهدان لااله الاالله،وحده،لاشريک له،واشهدان محمدا عبده،ورسوله ،اللهم اجعلني من التَّوَّابين،واجعلني من المتطَهِّرِيْن سبحانک اللهم وبحمدک اشهدان لااله الا انت استغفرک واتوب اليک ». پوسه چي زموږپه حنفي فقه کي دمقدمه غزنويه في الفروع الحنفيه»په نامه يومشهورمعتبرکتاب دی،په دې کتاب کي دامسئله ذکرده چي ځيني له مستحباتوداوداسه دادی چي له اوداسه څخه وروسته درې واره داناانزلناه،سورت وويل سي ددې خبري داثبات دپاره يي دوه حديثونه راوړي دي اول حديث دادی چي رسول عليه الصلوة والسلام ويلي دي چي هرڅوک چي داناانزلناه سورت په وروسته کي داوداسه يووارووايي نوالله پاک به دپنځوستوکلوعبادت دده دپاره وليکي يعني دپنځوستوکلودشپولمونځونه اودپنځوستوکلودورځوروزې اوچاکه له اوداسه څخه وروسته دوه واره ووايونوالله پاک به وده ته هغه څه ورکړي چي وابراهيم خليل اووموسي کليم عليهماالسلام اووحبيب ،حضرت محمدصلي الله عليه وسلم ته يي ورکوي اوچاکه درې واره وايونواته دروازې دجنت به الله پاک ورته راخلاصي کړي يعني دقيامت په ورّځ نوچي له کومي دروازې څخه چي دده خوښه وي نوله هغې څخه به وجنت ته ورداخل سي،انتهي،اودوهم حديث دادۍ چي «چاکه له اوداسه څخه وروسته يووارداسورت وايونوالله پاک بې دصديقينوپه ډله کي وليکي اوچاکه دوه واره وايونوالله پاک به دئ له جملې څخه دشهيدانووليکي اوچاکه درې واره وايونودقيامت په ورځ بي الله الله پاک دنبيانوپه ډله کي راپورته کي ،انتهي ،فی المصنوع فی معرفة الموضوع لعلی القاري،حدیث من قرأ فی الفجربالم نشرح والم تر،لم یرمدقال السخاوي لااصل له وکذاقرائة اناانزلناه الخ بعدالوضوء لااصل له وهومفوت للسنة وارادالسخاوي انه لااصل له فی المرفوع والافقدذکره ابواللیث الثمرقندي وهوامام جلیل انتهی .