او وطن ته يې د جنازې د لېږدچمتووالی
څه موده وړاندې خوست مېشتو کلتوري ټولنو ، کلتوري مؤسسو او يو شمېر پوهانو د افغانستان د خوست په ښار کې په يوه غونډه کې د دې غوښتنه کړې وه چې د هېواد د نامتو ليکوال ارواښاد استاد روهي جنازه دې چې لس کاله پخوا د امانت په توګه په جرمني کې خاورو ته سپارله شوې وه ، خوست ته انتقال او په خوست پوهنتون کې دې په درنښت سره خاورو ته وسپارله شي . په هغه غونډه کې څرګنده شوې وه چې دا د خوست د کلتوري ټولنو ، قومي مشرانو او د خوست د ټولو خلکو غوښتنه ده .
په دې اړه په تېره اوونۍ کې د جرمني د کولن په ښار کې ،د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د مونشن ګلاد باخ افغاني کلتوري ټولنې ګډه غونډه جوړه شوې وه . په غونډه کې په دې اړه په تفصيل سره خبرې وشوې ، د استاد د جنازې د انتقال ، دلسم تلين د ياد غونډو او نورو اړونده موضوعګانو په هکله له خبرو وروسته ، دغه پرېکړې وشوې :
١ ـ د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين په مناسبت دې د روان کال د می پر ١٣ نېټه په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په مونشن ګلادباخ کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا علمي غونډه جوړه او په مونشن ګلادباخ کې د استاد پر مزار دې د درنښت لپاره د ګلانو توديعي ګېډۍ کېښودلې شي .
٢ ـ خپل وطن ته د استاد د جنازې د انتقال ټول لګښتونه به په اروپا کې افغاني کلتوري ټولنې او کلتورپال افغانان په غاړه اخلي . جنازه به د می په نيمايي کې هېواد ته انتقالېږي .
٣ ـ موږ د خوست مېشتو ټولنو او د خوست د قومي مشرانو د هغې پرېکړې بشپړ ملاتړ کوو چې په خوست پوهنتون کې يې د استاد روهي د جنازې د خاورو ته سپارلو غوښتنه کړې ده . زموږ په نظر د خوست د نوي جوړېدونکي پوهنتون په سيمه کې د استاد د مزار جوړېدل به ، خوست پوهنتون ته يو بل علمي ـــ تاريخي وياړ هم ور په برخه کړي .
٤ ـ له خوست مېشتو ټولنو څخه هيله کوو چې په خوست پوهنتون کې په درنښت سره د استاد د جنازې د خاورو ته سپارلو لپاره همدا له اوسه چمتووالی ولري . دغه راز به هغوی د استاد د لسم تلين ياد غونډه هم په پام کې ولري .
٥ ـ د افغانستان په داخل کې له ټولو کلتوري او ادبي ټولنو او استازيو څخه يې په درناوي هيله کوو چې د هېواد د يو نه هېرېدونکي ادبي ، ټولنيزاو علمي شخصيت په توګه ، د استاد د جنازې په مراسمو او ياد غونډه کې برخه واخلي او د هغه ياد د وطن د کلتور او تاريخ د يوې مهمې برخې په توګه وځلوي .
په درناوي