درمضان مبارک اړوند منظم درسونه ۳ اصلي روژه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64221
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2015-06-17

بسم الله الرحمن الرحیم محترمومسلمانانودرمضان دمبارکی لړۍ په دغه څلرمه برخه کښی په دې اړه بیان درته کوم چی اصلي اوصحيح روژه کومه ده اوروژه داحتیاط اودنه احتیاط په اعتبارپرڅوقسمه ده،اوس وبیان ته متوجه سۍ، محترمووروڼودرمضان دمبارکي مياشتي روژه اودارنګه هره روژه دروژه دارداحتیاط اوتقوی اودنه احتیاط په اعتبارپردرې قسمه باندی ده، اول قسم يې دادۍ چي يومسلمان په دې ډول روژه ونيسي چي له خوړلواوچښلواوله قضادشهوت څخه ځان رامنع کړي نورنوپه هيڅ شي پروانه کوي مثلاً غيبتونه کوي دروغ وایې دورځي له خواپه معاملوکښي له مسلمانانوسره خيانت اوغدر کوي پرمسلمانانوبهتانونه وايې تلاوت اوذکرنه کوي ټوله ورځ په فضولو خبرواونالايقه کارواخته وي، دانوهغه روزه داردۍچي دده په باره کښي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي کم من صائم ليس له من صومه الاالجوع والعطش، اخرجه النسائی وابن ماجه، وذالک الصائم هوالذي لايحفظ جوارحه من الاثام، احياءالعلوم، يعني ډير له روژه دارانوڅخه داسي رژه دارسته چي نسته ده لره له روژې دده څخه يعني بله ګټه اوفايده، ماسواله لوږي اوله تندي څخه يعني له برکاتو اوله لويوثوابودروژې څخه محروم دي اوبې فايدې لوږه اوتنده پرځان باندی راولي، امام غزالی رحمه الله تعالی فرمايلي دي چي داهغه روژه داران دي چي په روژه کښي خپل اعضاءاواندامونه له ګناؤو نه ساتي، دوهم قسم روزه دخاصوبندګانوروژه ده اوداروزه عبارت ده له دې څخه چي روژه دار سره له دې چي له خوړلواوچښلواوله قضاء دشهوت څخه ځان ګوري له ټولوشرعي منکراتوڅخه هم دخپل ځان ساتنه کوي، دريم قسم روژه دالله پاک دخاص الخاصوبندګانوروژه ده اوداروژه عبارت ده له دې څخه چي روژه دار په ټوله ورځ کښي خپل زړه له دنيوي فکروڅخه ساتي اوله الله جل جلاله څخه پرته يوآن دده زړه په بل شي نه مشغوله کيږي البته داسي دنيوي کارچي مطلب ورڅخه دين وي له دې څخه مثتثنی دۍ ددغوبندګانوپه نزدکه يوآن ددوۍ زړونه له ا لله جل جلاله اوله اخرت څخه ماسواپه بل شي مشغول سي نوددوۍ روزه ماته ماته سوه، حاصل دادي چي هغه روزه چي په اسلام کښي دهغې عظمت اوبېحسابه ثوابونه اوپه لوړه کچه برکات ديني اودنيوي اواخروي سیاسي اواقتصادي اجتماعي اوفردي صحي اوطبي بيان سويدي نوهغه روزه دهغه چاروزه ده چی دغه شپږکارونه په ده کښي موجودوي، اول دسترګواودنظرساتل له حراموڅخه اوله هرهغه شي څخه چي روزه دار له ا لله جل جلاله څخه په غفلت کښي راولي، داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي ، النظرة سهم من سهام ابلیس لعنه الله فمن ترکهاخوفاًمن الله اتاه الله عزوجل ايماناًيجدحلاوته فی قلبه، اخرجه الحاکم وصحّح اسناده، دوهم حفاظت دژبي له غيبت ، بهتان،دروغ ويلو اوله ټولوفضولوخبروڅخه، اودارنګه تلاوت اوذکر اونصيحت کول وغيره داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي خمس يفطرن الصائم، الکذب والغيبة والنميمة واليمين الکاذبة والنظربشهوة، احياءالعلوم اودارنګه دډيروعلماؤو دامذهب دۍ چي په غيبت کولوسره اوپه دروغ ويلوسره روژ ماتيږي، حرمة اهل العلم،احياء دريم ځان ساتل له غوږنيولووهرهغه کلام ته اووهرهغه شي ته چي غوږنيول ورته په شرعه کښي حرام وي، داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي، المغتاب والمستمع شريکان في الاثم، احياء العلوم،او الله جل جلاله فرمايلي دی، سماعون للکذب اکّالون للسحت، صدق الله العظيم څلورم په روژه کښي نوراعضاءلکه لاسونه اوپښې له ګناهوڅخه ساتل اودارنګه خپل نس دافطارپه وخت کښي دحرام اوشبهناک شي له خوړلو اوچيښلوڅخه ساتل، پنځم داچي دافطاراورزه مات پرمهال په خوړلواوچيښلوکښي له اسراف اوافراط څخه ځان وساتي اوتراندازې زيات خورک ونکړي، شپږم داچي دافطارپه وخت کښي يې زړه دخوف اورجاترمنځ وي په دې ډول چي ايا ځماروزه به الله جل جلاله قبله کړېوي اوکه يا والسلام ومن الله التوفیق،نوربیا