د بشري حقونو څارونکې ډلې په یونان کې د بې سر پرسته افغان ماشومومانو پر شتون اندېښنه څرګنده کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64286
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-23

د بشري حقونو څارونکې ډلې په یونان کې د هغو افغان پناه غوښتونکو ماشومانو او زلمکو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښکاره کړه، چې میندې او پلرونه یا نور نژدې خپلوان ورسره نشته. دې ادارې، په یوه تازه راپور کې، چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې یونان ته اکثره تللي ماشومان افغانان او د سوریې دي. دا ماشومان په خپلو هیوادونو کې د ناامنیو، په جګړه کې له ماشومانو څخه د کار اخیستلو، د ماشومانو د ودونو او له تعلیمه د بې برخې کېدو په خاطر په خطرناکو سمندرو لارو یونان ته تللي دي. د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د شمېرو له مخې په ۲۰۱۴ م کال په یونان کې تر شپږ زره زیات پناه غوښتونکي ماشومان او زلمکي ثبت او راجستر شول چې د هغو په منځ کې ۱۱۰۰ یې داسې ماشومان وو چې سرپرستان یې نه لرل او په یوازې سر یونان ته رسېدلي وو.