قادرځاځی: پر ملي شورا برید د ای.اېس. آی یوه کارکوونکي طرحه کړی وو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64287
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-23

د ولسي جرګې غړی قادر ځاځی وايي پر ملي شورا برید په اکوړه خټک کې پلان شوی او له دې خبرې ملي امنیت هم خبر دی. نوموړی وايي، چې برید د بلال په نوم یوه کس طرحه کړی چې د پاکستان له استخباراتي ادارې ای. اېس. ای سره کار کوي. نوموړي ویلي پاکستان له دې کبله ملي شورا په نښه کړې چې له ای. اېس. ای سره د استخباراتي تفاهم لیک پر وړاندې یې توند غبرګون وښوود. د ځاځي په باور پاکستان به د ډیورېنډ کرښې دواړو غاړو ته هغه کسان په نښه کړي چې د دغه تفاهم لیک خلاف دي.