پوتین په افغانستان کې د داعش او طالبانو د نفوذ پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64289
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-24

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې ویلي چې روسیه په افغانستان کې د داعش او طالبانو د نفوذ پر زیاتېدو جدي اندېښنه لري. د روسیې د سپوټنیک نیوز د راپور له مخې پوتین له حامد کرزي سره په مسکو کې د کتنې پر مهال وویل:«موږ د داسې بهیر شاهدان یو چې د ژورې اندېښنې سبب کېږي… طالبان په فعال ډول خپل نفوذ خپروي، د افغانستان د خاورې یوه برخه یې تر کنټرول لاندې ده، په تېره بیا ډېرې سرحدي سیمې.» ده د خپلو څرګندونو په دوام کې دې ته په اشارې چې داعش اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ کې حضور لري، وویل:«څه چې د لا ډېرې اندېښنې وړ دي، هغه دا ده چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې لا زیاته فعاله شوې ده، دا ډله په افغانستان کې لا زیات ډاډ احساسوي.» سپوټنیک نیوز وايي، د اسلامي دولت وسله واله ډله، چې د سوریې او عراق پراخې سیمې یې لاندې کړې اوس په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې ده.