د کشم ولسوال پرون له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64291
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-24

د بدخشان د کشم ولسوال عبدالجبار مُصدق د ماين په چاودنه کې تر سخت ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده. د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخيداد حيدري وايي نوموړي پرون د تخار په ولايتي روغتون کې د مازيګر په کابو ٤ بجو د درملنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. د مصدق پر موټر پرون سهار لس نيمې بجې د کشم ولسوالۍ د زراعت باغ په سیمه کې د سړک غاړې ماين چاودلی و.