طالبان: د سیاسي دفتر له اجازې پرته مو نورې خبرې رسمي بڼه نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64292
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-24

طالبان وايي چې د دوى د سياسي دفتر له اجازې پرته هر ډول خبرې اترې شخصي بڼه لري. طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ویلي چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې مستقيمې خبرې پيل شي. هغه زياته کړه چې تېره مياشت د چين په ارومچي ښار کې د پاکستان په منځګړيتوب د طالبانو او افغان دولت د پلاوي تر منځ خبرې شوې دي. د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د خپلو چارو د پر مخ بيولو لپاره ځانګړي اداري تشکيلات لري چې هره اداره ور سپارل شوي کارونه، د طالبانو له تګلارې او اصولو سره سم پر مخ وړي. سرچينې زياته کړې دوى د سياسي چارو لپاره د سياسي دفتر په نوم تشکيل لري چې په طالبانو پورې اړوند د ټولو کورنيو او بهرنيو سياسي چارو مسووليت ور سپارل شوی دى. طالبانو په ياده خبرپاڼه کې زياته کړې ویلي دوی نه پوهېږي چې څوک د چین ارومچي ته تللي اوچا بولي دي.