ملي امنیت منلې چې پر ملي شورا برید کې د ای اېس ای د یوه مامور لاس وو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64293
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-24

د ملي امنیت ریاست وايي چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د طالبانو په حمله کې د پاکستان د استخباراتو یوه مامور مرسته کړې ده. د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي ویلي د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) یوه مامور د حقاني له شبکې سره د ولسي جرګې پر ودانۍ په حمله کې مرسته کړې ده. حسیب صدیقي د آی ایس د دغه مامور نوم بلال وښود. صدیقي وايي، هغه موټر چې انتحاري چاودنه پرې وشوه، په پېښور کې جوړ شوی و. صدیقي وايي چې پر ولسي جرګې د حملې پلان په پېښور کې مولوي شېرین، چې د حقاني شبکې غړی دی، د آی ایس آی د افسر بلال په مرسته جوړ کړی و.