ولسمشر: د قراردادونو د ارزولو لپاره مو د سړک جوړولو چارې درولې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64302
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-25

ولسمشر اشرف غني وايي، چې د قراردادونو د ارزولو او د کيفيت د ښه والي په موخه يې د سړکونو د جوړولو چارې ځنډولې دي.نوموړي دغه څرګندونې،په ولسي جرګه کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو له استازو سره په کتنه کې کړې دي.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ولسي جرګه کې یادو شويو وکيلانو د خپلو ولایتونو د امنیتي ستونزو، د یو شمېر سړکونو ،بندونو، د خوست هوایي ډګر د جوړولو او ځینو نورو مسایلو په اړه، ولسمشر ته وړاندیزونه او غوښتنې وړاندې کړې.