د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب وېلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64303

دخبریدو نیټه : 2015-06-25

د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي چې د ناټو سازمان ددفاع وزیرانو د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی.د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزي دغه څرګندونې پرون د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو ددفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.په دې غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع د سرپرست وزير په ګډون د ناټو او متحدو هیوادونو د څه دپاسه ۴۰ هیوادونو ددفاع وزیرانو برخه اخیستې وه.د ناټو ددې دوه ورځنۍ غونډې دویمه ورځ افغانستان لپاره ځانګړې شوې وه، چې پکې ناټو په افغانستان کې خپل روان ماموریت، سیاسي او امنیتي حالات وارزول.