صدیقي: روسیه دې په افغانستان کې د وسله والو ډلو څخه د اندېښنې په صورت کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64304
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-25

د کورنیو چارو وزارت وايي، که روسیه د اسلامي دولت له ډلې انديښنه لري له افغانانو سره دې د یادې ډلې پرضد مبارزه کې همکاري وکړي.په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونو تر بل هر وخت روسي چارواکي په انديښنه کې اچولي خو افغان چارواکي وايي، که روسیه د دې ډلې پرضد مبارزه کې همکاري وکړي له شک پرته اغیزمنه تمامیږي.د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د داعش حضورنه یواځې دغه هېواد بلکې د سیمې او نړۍ امنیت هم په خطرکې اچولی دی.صدیقي وویل چې له تروریزم سره په مبارزه کې باید د سیمې ټول هېوادونه له افغانستان سره کلکه همکاري وکړي