د زابل او کلات لنډ تاریخي شالید(دوهمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64308
شریف الله دوست(سرواني)
دخبریدو نیټه : 2015-06-26


زابل  ته د اسلام راتګ :
افغانستان ته اسلام مبارک دین دسعودي له خاوري یعني لوېدیځ  طرفه راغی لومړی هلمند ، هرات ، فراه ، رخج(کندهار) او همداسي اوسني (زابل) او (کلات) ته ورسېد ، د شپږمي ميلادي پيړی په وروستيو او د اومي ميلادي پيړی په لومړيو کې چې لا په عربستان کې د اسلام مبارک دين نه وخپور سوی، د هغه مهال  افغاني امپراتوريو سترو مرکزونو د خپل زوال وروستۍ شيبې شمېرلې. هغه مهال افغانستان د سيمه ايزو اميرانو او د کوشاني او (يفتلي= زابلي) سلسلو  پاته  واکمنانو له خوا اداره کيدی.د چين وتلې سيلانى هيونتسنګ چې په  اومي ميلادي پيړی کې يې افغانستان ته سفر کړى و او د افغانستان د وضعې او حالاتو په اړه يې زيات مطالب ليکلي ، د نوموړي په اند د هغه مهال سياسي حالات داسي انځور کړېدي: دغه هيواد ( د هغه مهال افغانستان ) په بيلا بيلو اداري واحدونو ويشل شوى او هره جغرافيايي حوزه يې د يوه ځانګړي پاچا له خوا اداره کيږي.رتبيلي او زابلي پاچاهان د هغه مهال له خورا وتليو کورنيو څخه وه چې د کابل پاچاهانو سره يې نيکي اړيکي درلودې. دا پاچاهانو دا لړی د غزني او زابل پر اړوندو سيمو واکمن وه . د دغه پير يوه بله مشهوره کورنۍ د باميان پر سيمه واکمن کسان وه چي د باميان د زمريانو (شيران باميان ) په نوم ياديدل.  يوه بله کورنۍ چې مشري يې امير کروړ يا جهان پهلوان کوله هم  د  غور ، روزګان هلمند او کندهار پر اړوندو سيمو حکومت کاوه. يوه بله کورنۍ چې پر کابل واکمنه وه او پر نورو ګاونډيانو يې برلاسې درلوده د کابل پاچاهانو( کابل شاهان ) په نوم ياديدل او دې ته ورته نور ډېر سيمه ايزحکومتونه د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې حاکم و.( )
د زابل  خلکو شا وخوا څوارلس  سوه کاله پخوا ۳۰ ــ ۳۶ هجري کي د درېيم خليفه  ،حضرت عثمان بن عفان  رضی الله تعالی عنه دخلافت په وخت کښي  اسلام قبول کړ، زابل  دعبدالرحمن بن سمره په وخت کښي  دمسلمانانو پرمخ پرانيستل سو.( )

البيروني کاږي:
  زابلستان ته نژدې  چي له ډبرو  او څاګانو  څخه  ، خثباجي کلي ته څېرمه طلاموندل کيږي.
اوپه هغه ځای کښي   داسي غرونه  سته چي دنقرې  ، مس ، اوسپني،  سرپ او همداډول دمقناطيس ډبرې شتون لري، هغه ډبري چي د لمر وړانګې  پرې برابريږي  لږي ټینګي دي او هغه  ډبري چي لاندي  او دلمر له وړانګو پټي دي  ډیري ټینګي  دي. د زابلستان  په زرويان(سروان؟) کي يوډول  ډبري دي چي  (مرتاسنجا) بلل کيږي  او په بيلابيلو ډولونو شتون لري ، توري او ژړي دی، داډبري  چي ويلي سي خلک د تعويذ او بازو بند قالبونه ورڅخه  جوړ وي، چي دچين هنداور ته ورته دي  او (خارصيني) يې بولي. ( )
سامي بيک کاږي:
  زابلستان غرونه او اوبه پراخي لري او خلک يې  په (زړه ورو) مشهور دي.
له ښارونو څخه يې  غزنه،  ميمند(میوند) او کلات دي.( )
يو زر او پنځه سوه کال کيږي چي  د (کابل اوزابل )ا صطلاحګاني  دتاریخ پر پاڼو  وینو ، د ادوې تاريخي  او جغرافيايې   اصطلاحګاني  د يفتلي قبايلو له  رامنځته کېدو سره  راښکاره سوي دي هغه چي له ننه   (۱۵۰۰کاله)  مخکي    دنړئ په  سياسي   دريځ راڅرګند سوي دي. يفتليان  تر اسلام مخکي  د آريائيانو  هغه وروستئ څپه ده چي  په نورو قبائلو لکه ،اسکايان، تخاريانو او  کوشانيانو  پسې دمرکزي  اسياله  څنډو  افغانستان ته راغلي دي  او لکه چي د شمال ختيځ  له لوري د تخارستان ، شاوخواکي  مېشت سوو د کوشانيانو ځاي (کېداریانو) ونيوه ، هغه چي   دپارس  دساسانيانو  او هند دګوپتايانو له فشارونو يې په( درو) کښي  اړولي دي، په خپل نوبت يې نه داچي   ګاونډيان له خپل هيواده وايستل بلکي  دهغوی دخاوري  ځيني برخي  يې هم ونيولې .( )
پارسي شاهان  لکه قباد او پېروز يې ونيول بنديان يې کړل  ،هندي  ګوپتايان يې تاک په تڼي(نابود) کړل ، پنځوس  کاله يې شمالي هند ونيوه، تردې چي  په ټول افغانستان کي يې اغېز  خپور سو، ټولواکي  او امپراتوري  يې په کوچنيو محلي برخو وويشل سوه، هري برخي  يې بيلې واکمنۍ  جوړي کړې، چي په کاپيسا،باميان، غزنه(غزني)، زابل، غرجستان، بادغيس او خراسان  کي يې بيل - بيل  سلطنتونه جوړ کړل، د دې واکمنيو لرونکو قبايلو  په منځ کي  يوه قبيله  هم د (زوبل) يا(زاول) په نوم شهرت درلود اود اوسني  زابل دنامه د نومونې يو زر او پنځه سوه ( ۱۵۰۰کاله) کيږي چي  د افغانستان د ادب او تاريخ برخه ګرځيدلې ده.( )
د دوی پاچا د (راو زوبل) يعني (زابل پاچا) په نوم او لقب شهرت درلود، ځيني پوهان  د(زوبل) کلمه اسم ظرف ګڼي  نوهمدا (زابل) اسم ظرف يا اسم  شخص هغه  نوموړې قبيله  ده چي دغزني   په شاوخواکي  مېشته سوې او ياده علاقه د (زاول)  يا(زابل) په نوم پرې  پيژندويه  سوه . د (زابلي) کلمه  دلومړې ځل  لپاره د غزنه په علاقه کي  د (زاول) يا(زابل)  دنوم او نښان سره  شهرت وموند  د زابل يفتلي پاچا هانو او اميرانو  په دې ټوله سيمه کي  استقرار  درلود،  ځيني يې چي  دوی کي يوڅه ځواکمن وه خپل  نفوذ نور هم  دسويل لويديځ  په لور وغځاوه، تردې چي  ترکندهار او زمينداور ( دهلمند زينداور) پوري ورسېدل  او د (زابل) کلمه د يفتليانو له وسعت سره  نوره هم مشهوره سوه ، لکه مخکي چي وويل  سوه ترکندهار او هلمند سيند ترڅنډو پوري  ورسېدل  .د (زاولي) مفهوم  له مقر، کلات او د داور (زينداور) ترښاره  پوري چي په زمين داور باندي پيژندويه و اطلاق کېده، د زابلستان سرحد و.
 نو ویلای سو چي (لاويک او لويک) ټول  ديفتليانو نومونه دي چي تر غزنويانو  مخکي يې هم په همدې  سيمه او شاوخواکي  سطلنت کاوه او ډيری کتيبې  يې په لاس راغلي دي.  ژبه  او ادب يې په غزنه کي کنيک يا کنيګ او داسي نور  ده او داسي ډير نومونه يې تردې مهاله  پرځای پاته دی.( ) شاوخوا پنځلس سوه کاله پخوا  چينايې  زيارت کوونکي هيون څانګ زابل د (تسوکوی چا(Taso Kiucea) )  ګلاسي (Glasse) تسولي (Tsouli) په نامه يادکړی دی ، پلازمينه يې غزنه (Ho-Zi-Na)  بللې ده.  دوهمه پلازمينه  يې ،خوسالو (Ho-Sa-Lu) بللی دی  ، هغه چي بنسټ يې  رستم پهلوان ايښی دی .
هيون څانګ  وایې د دوی په وخت کي يو خپلواک  او ځانګړی دولت چي  د دې سيمي   دپاچاهانو کورنۍ وې له پخوا څخه شتون درلود . د زابل رتبېلان چي کوهک يې پلازمينه وه( ، د سپينو زرو پر تخت کښيناستل په تاريخ سيستان (۴۴۵ــ ۷۲۰) هجري کي چي  لیکوال يې  نامعلوم دی ، د ګرشاسپ (غرغښت)بابا په يادونه کي کاږي:
 ژباړه: " له هغه ځايه  ګرشاسپ ، د فريدون وره ته راغی........ د د ه په وخت کښي ضحاک پرسيستان هيڅ حکم  نه درلود او ټول (زابل) ، کابل او خراسان چي د ضحاک په واک کي و دګرشاسپ ، په واک کي ولوېد، فريدون پرخپل  ولايت زياتونې  وکړې." ( )
زابل په تاريخ  سيستان کي  د( زاول )په نوم  هم راغلی دعبدالرحمن الاشعث ترعنوان لاندي کاږي:  ..... دوسال  به بُست وناحيت (زاول) بماند، وکشتن او اندر سنه خمس وثمانين (۸۵) بود.
استاد کهزاد  کاږي:
 دا ډول نومونه(زابلي) په غزنه او شاوخواکي  زيات دي په ډاډسره  ويلای سو چي د يفتلي   دورې له يادګارونوڅخه  دی، یفتليانو او زابليانو  د سبکتګين  تر راتلو پوري (۳۶۵ هجري) په غزني کي  واکمني  درلوده، کولای سو چي دوی(  آريک زابلی)  او (آريک زاولی)  وبولو، تردې چي  سبکتګين  اوزوی يې  محمود په همدې زابل کي  پاچهۍ ته ورسېدل، سلطان سبکتګين د زاول    په قبيلې  کي واده وکړ او له هغه څخه (ابوالقاسم محمود غزنوي)  چي په (زابلي  سلطان) هم شهرت لری وزيږيد او نوم يې  په ختيځ او لويديځ کي وځليد.

 

شاعر يې په اړه وايې:
خدوند  ما شاه  کشورستان
که مای  بدو ګشت (زاولستان)
امير دول ميرمحمود غازي
امين مال  شاه (زابلستان )
شه (زابلستان )محمود غازي
درګردن کشان هفت کشور

په پورتنیو بیتونو کي وینو چي د زابل دوې بڼې (زاولستان او زابلستان) راغلي دي .مارکوارت هم په خپل يوه مضمون کي  د (زابل) دياد سوي  طلايي تاج يادونه کوي .
 د فردوسي  په شاهنامه  کی چی د (رستم زابلي)  او اسفنديار جګړه د هيرمند (هلمند)  پرغاړو پېښه سوې  بيله شکه  همدا رستم زابلي  د اسفنديار بلخي په مقابل  کي  درېدلی و.  په ګرشاسپ نامه کي  هغه جګړه چي د (اترت = اترط)  او ګرشاسپ دکابل پاچا ه(سيدسپ) پر وړاندي   رامنځته سوې خپل لښکر و ته د (داور)  اوسنی (زمينداور) ځای چي د (زابل)  او(کابل)   مرز او سرحد  يې باله ، دتوقف امر یې وکړ داچي دوی دسيستان  او زرنج له لاري  کابل ته رانه سي  نويې  (زمينداور) د زابلستان  او کابلستان سرحد وټاکه .( )
اخځلیکونه :
1)    : پوهندوی محمد رسول باوري ، تحقیقي مقاله ، سلام ویبپاڼه
2)   ــ معجم البلدان ، د دهخدا په حواله.
3)   ــ   الجماهير، د دهخدا لغاتنامې  په حواله ۲۱۳ ، ۲۶۲مخونه،.
4)   ــ وګورئ  نزهة القلوب ، ۱۴۲ مخ ، تاريخ سيستان، ۲ــ ۲۲ــ ۲۶ ــ ۱۱۸ تر ۳۴۴ مخونو .
5)   ــ استاد ، احمد علي کهزاد ، غرغښت ياګرشاسپ، دوهم چاپ  . دانش خپرندويه  ټولنه، ۱۳۸۸ لمريز، ۱۱۰ مخ.
6)   ــ استاد کهزاد، مخکينی اثر، ۱۱۵مخ.
7)   ــ  استاد کهزاد، مخکينی اثر، ۱۱۶ مخ.
8)   ــ  پوهاند، علامه عبدالشکور رشاد بابا،  دکندهار، ياداښتونه، لومړی ټوک، دافغانستان  دکلتورې ودې  ټولنه جرمني، ۲۰۰۷ زيږديز.
9)   ــ تاريخ سيستان ، دملک شعرا بهار په سمون ، ۶ مخ.
10)   ــ استاد کهزاد ، غرغښت ، ياګرشاسپ، مخکنی اثر، ۱۱۷ مخ.