په کوېټ کې د ځانمرګي برید له امله ۲۵ تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64309
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-27

د کویت د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد په پلازمېنه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات ځانمرګي برید پایله کې ۲۵ کسان وژل شوي دي. دغه وزارت ویلي برید کې ۲۰۰ کسان ټپیان دي. دغه برید د جمعې لمانځه پر مهال د کویت ښار ختیځ د الصوابر په نامه بوختې سیمې کې د امام صادق جومات کې شوی دی. له اسلامي دولت ډلې سره تړلې یوې ډلې د برید مسولیت منلی.