د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی غړی انګار توخي طالبانو ته د وسلو ورکولو په تور نیول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64310
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-27

د فاریاب پولیسو د دغه ولایت د ولایتي شورا پخوانی غړی انګار توخی د قتل، طالبانو ته د وسلو په ورکولو او ګڼو نورو جرمونو په تور ونیوه. د فاریاب پولیس ادعا کوي چې انګار توخی یې د خپل ګاونډي په کور کې نیولی او تحقیقات یې ورڅخه پیل کړي دي. پر ده تور پورې شوی چې په المار ولسوالۍ کې یې قتل کړی او وسله والو طالبانو ته یې وسلې او مهمات ورکړي دي. پولیسو نه دي ویلي چې توخي وسلې او مهمات له کومه ځایه ترلاسه کړي وو چې طالبانو ته یې ورکړي دي. د فاریاب د جنايي پولیسو ريیس ادعا کوي چې توخی له پولیسو سره ګڼې نورې دوسیې هم لري خو هغه ونه ویل چې ولې یې نوموړی پخوا د نورو قضیو په تړاو نه نیوه. د توخي کورنۍ پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او هغه یې بې بنیاده بللي. دوی ادعا وکړه چې پر انګار توخي دا تورونه پر سیاسي انګېزه لګول شوي دي.