افغانستان د ټولې نړۍ ۸۵ سلنه تریاک او ۷۷ سلنه هیروین تولیدوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64315
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-27

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بې ساري کرل شویو کوکنارو حاصل به په هیروینو واوړي او په هغو هیوادونو کې به، چې دا مواد ورته په قاچاق وړل کېږي، د انسانانو مړینې زیاتې کړي. د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د کلني راپور پر اساس تېر کال په افغانستان کې دومره کوکنار کرل شوي و چې له ۱۹۹۸ را په دې خوا هیڅکله نه و کرل شوي. د دې ادارې په وینا افغانستان د ټولې نړۍ په سلو کې ۸۵ تریاک او په سلو کې ۷۷ هیروین تولیدوي