نبیل: د نا امنیو کچه به نوره هم لوړه شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64316
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-27

د ملي امنیت عمومي ریس رحمت الله نبیل وايي په راتلونکو میاشتو کې به په هېواد کې د ناامنۍ کچه نوره هم لوړه شي. نبیل وايي راتلونکې شپږ میاشتې د افغان ځواکنو لپاره برخلیک ټاکوونکې او د بقا میاشتې دي. نوموړي ویلي چې امنیتي ځواکونو د امنیتي ستونزو پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتوالی لري، خو په کار ده چې افغانان سره یو موټی و اوسي. نوموړي دغه راز ویلي چې پر ملي شورا یې شپږ ځله د ډله ییزو بریدونو مخه نیولې ده.