د بانک تښتول سوي ( ۷۶) ميليونه افغانۍ بيرته د دولت خزانې ته وسپارل سوې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64318

دخبریدو نیټه : 2015-06-28

په کندهار کي د سپين بولدک ولسوالۍ د افغانستان بانک د خزانې څخه تښتول سوي ( ۷۶ ) ميليونه افغانۍ په کندهار کي د شمشاد د نړيوال راډيو ټلويزيون او بينوا ويب پاڼي په منځګړيتوب بيرته دولت ته تسليم او خزانې ته وسپارل سوې . دا پيسې شاوخوا شپږ مياشتې مخکي د دې څانګي مدير سيداحمد اغا او ورسره دوو نورو ملګرو تښتولي وې او نن يي بيرته خزانې ته وسپارلې . د پيسو د سپارلو دپاره د کندهار د ملي امنيت ، مستوفيت ، څارنوالۍ او امنيه قوماندانۍ ګډ پلاوی جوړ سوی وو او نن يي د امنيه قوماندانۍ د غونډو په تالار کي د تسليمۍ مراسم تر سره سول . سيداحمد اغا چي يادي پيسي يي وړي وي رسنيو ته وويل ، چي دا کار يي د مافيا په وړاندي د مبارزې او د فساد د مخنيوي په موخه تر سره کړ ، په وينا يي چي د بانک په څانګه کي يي فساد زيات وو او دی يي په مخنيوي کي پاته راغلی ، په وينا يي چي موضوع ته د ارزښت ورکولو دپاره يي دا کار وکړ او دا کار يي د يوه ښه نيت له مخي کړی دی نوموړي غوښتنه وکړل چي د بانک په چارو کي دي د فساد جدي مخنيوی وسي . د افغانستان بانک د جنوبي څانګي امر نورمحمد رسمي خبر ورکړ چي ( ۷۶ ) ميليونه افغانۍ ورته تسليم سوې او دوی به يي بيرته خزانې ته وسپاري . په کندهار کي د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې رييس مل پاسوال محمدرحيم عليخېل رسنيو ته وويل ، چي هغه دا کار په خپله خوښه وکړ چي دوی يي ستايي . ښاغلي عليخېل زياته کړه ، چي په دې تور يو شمير کسان نيول سوي وه او د قانون له مخي به بېله ځنډه کړني وکړي . د بانک د دې څانګي مدير او د يادو پيسو وړونکي سيداحمد اغا څو مياشتي مخکي د يادي موضوع په اړه د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون او بينوا ويب پاڼي څخه همکاري وغوښتل ، چي بالاخره تر ډيرو هڅو وروسته دا پيسې بيرته د دولت خزانې ته وسپارل سوې .