ولسمشر: د حکومتوالۍ پروسې باید ساده وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64319
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-28

ولسمشر اشرف غني وايي، د حکومتوالۍ پروسې باید ساده او د دې کار د پلي کولو لپاره باید یوه کاري ډله جوړه شي. نوموړي دغه خبره د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې له خپل ځانګړي استازي احمدضیا مسعود سره په کتنه کې وکړه. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د اداري اصلاحاتو پلاوي له فساد سره د مبارزې، د سیاسي مشارکت او د ملکي خدماتو د وړاندې کولو د قابلیت د ښه والي په اړه په یوه راپور کې خپل وړاندیزونه او نظریات ولسمشر ته وړاندې کړل. په یاد راپور کې د حکومت په کچه د وظیفوي تداخل ۲۱ موارد شرحه او هم د پروسو د ساده کولو په برخه کې د ۳۱۴ تشخیص شویو مواردو په اړه کافي معلومات ورکړل شول او د دغو دواړو مواردو په هکله د کابینې د ځانګړې ناستې وړاندیز وشو. ولسمشر غني د راپور تر اورېدو وروسته وویل، چې د ښې حکومتولۍ او د پروسو د ساده کولو لپاره پر اوسنيو تشکیلاتو باید له سره کتنه وشي. هغه وویل، زه غواړم حتی د ولسمشر اداري صلاحیتونه محدود او قانون حاکم شي. نوموړي د وظیفوي تداخل د مواردو د تشخیص په برخه کې د کمېسیون یوه برخه کار سم او یوه برخه د لا ډېر دقت وړ وباله او ویې ویل، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به زموږ تر ټولو عمده هدف د حکومتي بنسټونو د دندو تشخیص او د وظیفوي تداخل له منځه وړل وي.