ويکيليکس د حقانې ډلې او سعودي عربستان تر منځ د اړيکو په اړه اسناد خپاره کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64320
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-28

ويکيليکس د حقانې ډلې او سعودي عربستان تر منځ د نژدې اړيکو په اړه اسناد خپاره کړي دي. پر دې وېبپاڼه خپاره شوي اسناد ښيي، نصير الدين حقاني چې د حقاني ډلې د بنسټګر جلال الدين حقاني زوی دی په ۲۰۱۲ کال کې د سعودي عربستان له پخواني سفير عبدالعزيز الغدير سره په اسلام اباد کې کتلي وو. په دغه ليدنه کې نصير الدين د سعودي سفير ته ويلي چې " ناروغ پلار يې غواړي د سعودي په يوه روغتون کې درملنه وکړي". د ويکيليکس په راپور کې راغلي جلال الدين حقاني د سعودي پاسپورټ درلود او زوي يې د پاسپورټ کاپي د سعودي عربستان سفير ته په اسلام اباد کې ورکړې وه. د دغې وېبپاڼې په وينا د سعودي عربستان سفير دغه اسناد رياض کې د بهرنيو چارو وزرات ته لېږلي وو.