ولسمشر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معینانو د بدلېدو غوښتنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64322
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-28

ولسمشر اشرف غني د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر کړنو ناخوښي څرګنده کړې ده. نوموړي د دغه وزارت له مشرتابه پلاوي سره په کتنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل ته لارښوونه کړې چې د وزارت د اوسنیو معینانو پر ځای ډېر ژر تجربه لرونکي او با استعداده نوي معینان وړانديز او د خپل سل ورځني پلان د څرنګوالي په اړه ده ته بیا رپوټ ورکړي. همدا راز په دې کتنه کې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د معلولیت د درجې د تعین لپاره د معیاري میکانیزم نشتون، په دغه وزارت کې د کاري سیستم د مرکزیت نه موجودیت هغه مهمې ستونزې وبلل شوې. ولسمشر ویلي په داسې حال کې چې دغه وزارت ته د پام وړ بودجه ورکول کېږي ، خو د شهیدانو کورنۍ او معلولین یې له کاره نا راضه دي. ولسمشر غني ياد وزارت د کابینې کلیدي وزارت وباله او ويې ویل چې د افغانستان راتلونکی ټولنیز مصوونیت په دغه وزارت پورې اړه لري.