په کویټ کې د تېرې جمعې په ورځ برید کوونکی د سعودي تبعه و

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64323
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-28

کويت وايي د جمعې ورځې د شيعه ګانو پر جومات بريد کوونکی د سعودي عربستان تبعه و. د دې هېواد د رسنيو په وينا د کويت د کورنيو چارو وزارت وايي د دغه بريد کوونکي نوم فهد سليمان عبدالمحسن القباع دی او دغه کس له بريد څو ساعته وړاندې کويت ته ننوتلی و. تېره جمعه د شيعه ګانو پر امام صادق جومات بريد شوی و چې ۲۷ کسان په کې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر په کې ټپيان شول.