د بي بي سي د معلوماتوله مخې د تونس په برید کې ۳۰ پریتانویان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64328
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-29

د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون ویلي چې د اسلامي دولت نومې ډلې سره جګړه زموږ د نسل لوی سرخوږی دی. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د اټکل له مخې ښايي د تونس په برید کې د وژل شویو بریتانویانو شمېر تر ۳۰ واوړي. د تونس په شمال ختیځ سوسه ښار کې د جمعې په ورځ د یوه وسله وال کس لخوا په برید کې ۳۸ کسان وژل شوي وو، چې ډیری یې بهرني سیلانیان وو. تر اوسه د ۱۵ بریتانویانو پېژندنه شوې خو د بي بي سي د معلوماتو پر بنسټ په دغه پېښه کې د وژل شویو بریتانویانو شمېر ښايي تر ۳۰ پورته شي.