صبغت الله مجددي په میدان وردګو کې د سیمې د خلکو او کوچیانو ترمنځ د ستونزې د حل کولو د پلاوي مشر ټاکل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64329
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-29

ولسمشر اشرف غني په وردګو کې د کوچیانو او د سیمې د خلکو ترمنځ د ستونزې د حل مسئولیت حضرت صبغت الله مجددي ته سپارلی دی. د ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر له مجددي څخه په دې برخه کې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده. سرچینې ویلي چې حکومت د دې ستونزې حل ته ژمن دی. ولسمشر دغه راز امر کړی چې د سیمې د خلکو له لوري نیول شوي څلور کوچیان دې ژر تر ژر خوشي شي.