د تېرو کلونو په پرتله په ۲۰۱۴ کې د روانې جګړې له امله ډیر افغان ماشومان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64331
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-29

ملګروملتو په یوه راپور کې ویلي چې یوازې په څلورو کلونو کې ۲۳۰۲ افغان ماشومان د افغانستان د روانې جګړې په نتیجه کې وژل شوي دي. د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون ویلي، په افغانستان کې د ماشومانو او وسله والو شخړو په باب له وروستي راپور سره سم په ۲۰۱۴ م کال کې تر تېرو کلونو زیات ماشومان وژل شوي. د راپور په موده کې، یعني د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر له لومړۍ د ۲۰۱۴ کال د دسمبر تر یودېرشمې پورې ۵۰۴۷ ماشومان سخت ژوبل شوي چې ګڼ به یې د عمر تر پایه معیوب او نیمګړي وي.