بوکو حرام ډلې په نایجریا کې ۱۵۰ کسان وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64363
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-02

راپورونه وايي بوکو حرام سخت دریځي ډلې د نایجریا په ختیځ کې ۱۵۰کسان وژلي دي . عیني شاهدان وایي ، چې د بوکوحرام وسلوالو وړمه شپه چاد سیند ته څېرمه پر یوه کلي برید وکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۹۷کسان په ګولیو وویشتل . دغې اورپکې ډلې د تیرې سې شنبې په ورځ هم مانګونو ښار ته نږدې په یوه کلي کي ۴۸کسان په داسي حال کې چې لمونځ یې کاوه ووژل .