وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې اووه سیمه ییز پولیس په یوه برید کې وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64364
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-02

د غزني د والي ویندوی شفیق ننګ وویل، پرون وسله والو طالبانو په ماشینګڼو او راکټونو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې برید وکړ.د ننګ په وینا دې حملې نیم ساعت دوام وکړ او په ترڅ کې یې ۷ سیمه ییز پولیس ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.دی وايي په برید کې ۳ طالبان هم ووژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.