حزب اسلامي: ایران د اسلامي امت لپاره یو بل اسرایل دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64366
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-02

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب وايي ایران د اسلامي امت لپاره یو بل اسرایل دی. د دې ګوند په یوه خبرپاڼه کې راغلي دا به مبالغه نه وي،چې ووایو ایران تر اسرایلو کم نه دی او دا ځکه، چې فرقه یې او مذهبي جګړو ته لمن وهي. د اسلامي حزب د حکمتیار څانګه دا څرګندونې د فارس خبري اژانس د هغه راپور په وړاندي کوي، چې په کې ویل شوي ول، سعودي عربستان له حکمتیاره غوښتي په پاکستان کې هغه چارواکي په نښه کړي، چې پر یمن د سعودي عربستان د برید مخالفت کوي.