د يوويشتمې پېړۍڅلور مخکښ شاعران

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64391
سردار محمد همدرد
دخبریدو نیټه : 2015-07-05


د نړۍ له پيدايښت سره سم چې کله چې د انکشافاتو او پرمختک خبره کيږي په هغو کې د ساينس د پرمختګ سره چې په ټولنه کې د انساني ژوند د روغتيا درملنه کوي همدا شان شاعر بيا د انساني ټولنې روحاني علاج کوي.
د شعر او شاعرۍ په اړه بېلابېلې خبرې کيږي او لا به هم وسي. ځينې خلک داسې خبرې کوي چې شاعر يوازې خيالي خبرې کوي او شاعري کومه مانا نه لري، نه داسې نه ده شاعر روح پالي، روزنه يې کوي، ټولنې ته خپل عيبونه ور په ګوته کوي، ژبې ته پرمختګ ورکوي او ژوندۍ يې ساتي.
شاعر په خدای ج او ښکلا مئين دی او ټول کار يې له ښکلاګانو سره وي، خو دا هم منل سوې خبره ده چې شاعر په يوه ټولنه کې ژوند کوي او خپل ټول مواد له ټولنې اخلي او بېرته يې ټولنې ته ورکوي، دا چې له تېرو څو لسيزو راهيسې زموږ په ټولنه کې جګړه روانه ده، نو مالومه خبره ده چې شاعران مو هم جګړې متاثره کړي دي او د شعر ډيره منځپانګه يې همدا جګړه ده.
شاعران په هره زمانه کې ډېر وي، خو هغه څوک چې ښه شعر ليکي هغه د ګوتو په شمېر وي.
د شعر ټاکنه داسې ده لکه مېوه، طبعاً انسانان بېلابېلې مېوې خوښوي، شعر هم داسې دی، چاته يو ډول شعر خوند ورکړي، چاته بل ډول، خو دا بيا په هنري ذوق پورې اړه لري، کره کتونکي وايي، هرڅومره چې د يو لوستونکي هنري ذوق ډېر وي، په هماغه اندازه ژر په شعر پوهېدلی سي، خو د چا چې ذوق کم وي، ښايي په ډېری شعرونو ونه پوهېږي او بل ډول مانا ترې واخلي، چې همدغه کار د ډېری شاعرانو د شعرونو په وړاندې د خلکو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.
شاعري پخپله خبرې دي خو د زړه خبري ځکه فلسفه له دماغ او شعر له زړه رڼا اخلي، او په ډېر لوی هنر سره کيږي، چې څومره د يو شاعر هنري ذوق پياوړی وي، هومره يې شعر هم پياوړی وي او ښه زړه راکښون لري، جذبه، د وطن مينه، د ولس راوېښوونه، الهامي خبرې او نور ډېر څه پکې وي.پښتو ادب په خپلو بېلابېلو دورو کې لوی لوی عالمان، نثر ليکونکي او شاعران روزلي دي، کار يې کړی دی او همدا وجه ده چې د پښتو ژبې کچکول تر دې دمه له ښکلو مرغلرو ډک دی.
زه يې يوازې د معاصرې دورې په څو مخکښو شاعرانو خبرې کووم، د هر يو د شعر د چينې بهانده ځړوبيو ته به څو شېبې تم سو او له پراخې شاعرۍ به يې لږ خواږه راواخلو.که څه هم د پښتو ادب معاصره دوره د نورو دورو په پرتله له هره پلوه بريالۍ ده، په دغه دوره کې نثر ته تر يوه بريده کار وسو، ژباړې وسوې او حتی د ګڼ شمېر شاعرانو په لرلو سره پښتو شعر ډېر پياوړی سو.
لکه مخکې چې مو وويل: شاعران ډېر دي خو هغه څوک چې ښه شعر ليکي هغه کم دی، معاصره دوره کې هم که موږ شاعران ډېر لرو، خو سم او نوښتګر شاعران چې هر يو يې جلا سبک لري کم دی، چې له ډلې يې زه څلورو مخکښو شاعرانو پر هنري ځمکه لنډ مزل کووم، هېله ده له هنري کروندې به يې تاسو هم يو څه حاصل واخلئ.هغه شاعر چې په معاصره دوره کې د خپل سبک خاوند دی او پښتو ژبې ته يې ښکلي، نوښتګر او تل پاتې شعرونه ليکلي (عبدالباري جهاني) دی.
ښاغلی عبدالباري جهاني د ارواښاد حاجي عبدالاحمد لودين زوی دی چې د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کې زېږېدلی دی. د کندهار په ميرويس نيکه ليسه کې يې زده کړې کړي او تر هغه وروسته په ( ۱۳۵۲ش) کال د کابل پوهنتون له بشري علومو او ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی، چې تر ننه پورې ژوندی دی او د خپل ژوند په بېلابېلو مودو کې يې په هېواد کې دننه او بهر بېلابېلې دندې ترسره کړي دي او ګڼ شمېر پښتو اثار يې ليکلي  او ژباړلي دي.
ښاغلي جهاني صاحب پښتو شعر کې دمثنوي په برخه کې  ډېر کار کړی دی، چې سوچه د ولس په ژبه يې پخواني نکلونه په منثوي فورم کې وړاندې کړي دي، چې ډېری مشاعرو کې ورته خلک په ځير غوږ وي او له جهاني صاحب څخه د بېلابېلو نکلونو د ويلو غوښتنې کوي.په ډېری مثنوي ګانو کې يې ددې ټولنې رښتينی انځور هم وړاندې کړی دی، زه به يې دلته د بېلګې په ډول يوه منثوي را واخلم:
نه ځان مرګی سو خبر په جنتونو
نه راوړي چا کیسې د کوثرونو
نه د حورو چا راوړي دي خبري
نه په غاړه یې لیدلي مرغلري
مولوي ورته لیدلي دي خوبونه
سپیني حوري د یاقوتو سره تختونه
دې وطن کي دي جګړې د پیریانانو
د جنت او د دوږخ د شیطانانو
له یوې چینې اوبه ورته رسیږي
د یوه بادار په کلي کي لوییږي
پورته بيتونه چې د يوې اوږدې منثوي يوه برخه ده، زموږ د اوسنۍ ټولنې عکاسي ده، جنګ، ځانمرګی، خور، ملا، دوږخ، شيطان او نور هغه نومونه دي چې موږ او تاسو په رښتيني ژوند کې ورسره بوخت يو، ښايي ۵۰ کاله مخکې به چا دلته ځانمرګی نه پېژانده خو اوس زموږ ماشومان هم په دې خبر دي چې ځانمرګی څه شی دی، نو دغه موضوع په خورا ښکلې بڼه جهاني صاحب په دغه مثنوي کې را اخيستې او دغه ګونګ تصويره يې پرده پورته کړې ده.
لکه مخکې چې مو وويل، جهاني صاحب د مثنوي په برخه کې ډېر کار کړی دی او که ووايو زموږ د ټولنې هره موضوع يې په دغه فورم کې را اخيستې مبالغه به نه وي، خو ددې ترڅنګ يې د شعر په نورو بېلابېلو فورمونو کې هم کار کړی دی.جهاني صاحب چې په مثنوي ليکلو کې څومره بريالی دی، ترڅنګ يې غزل هم قوي دی او ځانله سبک لري، چې اوس ډېری شاعران د نوموړي پر سبک روان دي.
جهاني صاحب په خپل يو غزل کې د پښتون قوم په استازيتوب وايي چې موږ پوهېږو، خپل تګلوری پېژنو خو نوره نړۍ مو ورته نه پرېږدي، هغه ښه په ډاګه دا خبره کوي:

 

مخ که مي کعبې که بتخانې ته اړولی دی
ما د خپل جانان د کوڅې لوری پیژندلی دی
شیخه چي په شک مي درته وکتل معذور یمه
ما دي د کوثر په نوم د زهرو جام چښلی دی
نن دي جهاني لکه پانوس لمبه لمبه وینم
بیا دي څه الهام د زړه په ښار کي اوریدلی دی

ښاغلي عبدالباري جهاني هر ډول شاعري کړې ده او په غزل کې يې هم هر ډول موضوعات راوړي دي، ځينې غزلې يې هېله ورکوونکې دي، د خپلې ټولنې لپاره زيري لري او هر عاشق ته د خپلې معشوقې د وصال او رسېدو خبر ورکوي او دغه تورې تيارې چې زموږ ټولنه پکې ايساره ده، د سپين سهار او رڼاګانو په راتلو سره ددې د ختمېدو زېری ورکوي خپله هم هېله من دی او نورو ته هم هېلې ورکوي:
تیارو د بیلتانه ته به مي بیرته رڼا راسي
د اوښکو ترګریوانه به مي خپله لیلا راسي
ازل مي دي په وینو کي نغمې راته کرلي
مطربه چي رباب در سره وینم نڅا راسي

که څه هم ښاغلی جهاني صاحب خلکو ته هېلې، زيري او ډاډ ورکوي، خو بل پلو د ټولنې پوه قشر ته خبر داری هم ورکوي او دا خبر داری په دې مانا چې لاس په کار سي، بيده پاتې نه سي او ټولنې ته کار وکړي، خپله يوه مثنوي چې شاعرانو ته يې ليکلې په يوه برخه کې د اوسنيو حالاتو څومره روڼ تصوير وړاندې کړی دی:
هغه ستا د ابا مينه تالا سوې
چه تندي کي دي سجدي ورته ساتلې
دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري
وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولي
پر کورورنو د بلا ساه ده ختلي
له باڼو تر ګريوانه د اوښکو کوردی
له زلمو شونډو موسکا ده کوچيدلي
پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره
د خند ا جنازه ولاړه غم لړلې
وايي د شعر مانا د شاعر سره وي، خو جهاني صاحب د ولس پر ژبه دومره عام فهمه شعرونه ليکلي چې هر پښتون لوستوال پرې پوهېږي او د همدې ولس د زړونو خبرې دي.جهاني صاحب لوی شاعر دی، په هنر يې ډېرې ليکنې سوي دي او لا به هم وسي، خو د هغه د شعر په هر بيت يو کتاب ليکل کېدلی سي، خو دا زموږ د ځوانانو دنده ده چې د جهاني صاحب په څېر د مخکښو او سرلارو شاعرانو بيتونه وشني، پېغامونه يې وسپړل سي او ټولنې ته يې وړاندې سي، خو دا هر څه په يوه تن نا ممکن دي، ما په همدې پلمه د ځينو شاعرانو د هنر په اړه د څه ليکلو لپاره په دې خاطر د څه ويلو تکل وکړ چې نور ځوانان دغه برخې ته متوجه سي په اخر کي ویلای سو چي د ښاغلي جهاني شعرونو کي بیتونه ناڅي او په شور وي.
د پښتو معاصرې دورې بل لوی او مخکښ شاعر ښاغلی( دروېش درانی )دی:
دروېش درانی که څه هم په سویلي پښتونخوا کې زېږېدلی دی، خو په اصل کې د افغانستان د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ څخه يې کورنۍ هلته کډه شوې او هملته اوسېدلې ده.دروېش درانی يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د افغانستان وروستۍ غميزه يې په پوره هنر سره انځور کړې ده.
درويش درانى چې په انګليسي ژبه کې ماسټري لري د پښتو د غزل ناوې يې په بېلابېلو نوښتونو داسې پوښلې ده چې د اوسنۍ زمانې شاعران ورته لاهم ګوته په غاښ دي.دروېش درانی د شعر په ټولو تخنيکونو پوهېږي، وزن پوهنه کې ژوره مطالعه لري، چې همدغه برکت دی چې ښه غزل ليکي، دده ځينې غزلونه د پښتو ژبې شهکارونه ګڼل سوي دي.دا چې ښاغلی دروېش درانی هم زموږ په اوسنۍ ټولنه کې ژوند کوي نو حتمي خبره ده چې دده پر هنر به هم اوسنيو حالاتو ژوره اغېزه کړې وي، نو ځکه په خپل يوه غزل کې دې پايلې ته رسيږي چې نور ستړي يو، راځئ چې سوله وکړو:
منزل ليري، لاره ورانه زه هم ستړى ته هم ستړى
څه دي خوښه ده ارمانه زه هم ستړى ته هم ستړى
نه مي ته شې هېرولاى، نه زما له خياله وزې
ځه پخلا به شو جانانه زه هم ستړى ته هم ستړى
د وروستي بيت دوهمه نيم بيتي يې د سولې لپاره لويه بلنه ده، خپل دښمن ته جانان ويل د شعر په نازکه ژبه، نو ولې به سوله نه کوي.دغه راز ننني عصر کې انسان دومره ازاد نه دی لکه پخوا چې و، بوختياوې ډېرې دي، کارونه ډېر سول، نږدې هر وګړی د مسؤليت احساس کوي او يا د خپل ژوند پرمخ بېولو لپاره مسؤليت ورترغاړې دی او زموږ د ټولنې خلک بيا خدايي په زندان کې ژوند کوي، دغه خبره ښاغلي دروېش دراني په ډېر ښکلي انداز د خپل غزل په يو بيت کې راټوله کړې ده:
ته خو بهار غوندي ازاد يې كله كله راځه
 زه لكه ونه يم تقدير په زولنو تړلى
بله خبره دا چي پښتو ژبه کې يو متل وايي: «ښه مه کوه بد نسته»
اوسني عصر کې چې چاته ښه لار ورښيي، که چاته وايي چې دا کار درته تاوان کوي، که داسې وکړې نو ګټه به دې ډېره وي، دستي درته وايي ته په دې خبره کې خپل هدف لرې، بس نو مشکل به درته جوړ وي، چاته سمه لار هم نه سې ښوولی، همدغه خبره ښاغلي دروېش دراني په خپل يو بيت کې راخيستې ده، چې هم وطن سلامت غواړي او هم سر:
رښتيا هم وايم، خوشالي د ملت هم غواړمه
 عجب ساده يمه لا سر سلامت هم غواړمه
 كه ستورى نه يم د اسمان تمنا هم نه كوم
 كه يم ګلاب نو بيا د خاورو قربت هم غواړمه
نن سبا که دې رښتيا ويل، د دراني صاحب خبره سر به دې سلامت نه وي.په دې ټولنه، دې هېواد او دې خاوره چې څوک خوا بدوي او په دې دردېدلي ولس يې زړه خوږيږي نو هغه به خود خدای ج ته لاسونه لپه کوي او د جنګ د بندېدو غوښتنه به ترې کوي.ښاغلي دروېش دراني غزل ډېر ژور خو په ډېر ساده انداز کي وړاندي کوي دی د خپل غزل په لاندې دوه بيتونو کې په څومره ښه انداز دغه غوښتنه کړې ده، لومړۍ بيت يې کې يې له خدايه دغه جګړه وروستۍ جګړه غوښتې ده، ورپسې بيت کې يې د ټولنې خلکو ته هم د جګړې د بندېدو نسخه ښوولې ده، او دا يې ورته ويلي دي که يووالی راسي، ټول په يوه خوله  او يو لاس سو نو جګړه به ارو مرو زموږ له وطنه کډه کوي:
چي بیا نه توره پورته سي نه سر په وینو رنګ سي
باداره دغه جنګ دي دوطن اخري جنګ سي
چي زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه سي دا بوټي به لونګ سي

دروېش د پښتو ژبې هغه نوښتګر شاعر دی، چې ځانله سبک او لار لري، نوموړی سره له دې چې پښتو ژبه او ادبياتو کې ژوره مطالعه لري ترڅنګ يې نړيوال ادبيات هم مطالعه کړي دي، پوهان وايي څومره چې مطالعه ډېره وي او څومره چې ليکل ډېر وي په هماغه اندازه ليکوال او شاعر تکړه وي او نوي نوي شيان ليکي، د ښاغلي دروېش په هنر که هر څومره ليکل وسي، بيا به هم بس نه وي، ډېر څه پرې ليکل سوي دي، خو ما هم هغه د چا خبره له خپلې زاويې ورته وکتل، ډېرې خبرې مې زړه کې دي، خو که هر څومره يې وليکم، بيا هم نه بسيږي، ځوانانو شاعرانو ته د نوموړي د شعرونو او هنر د لوستلو بلنه ورکووم او هېله کووم چې د نوموړي په هنر خبرې وکړي او پېغامونه يې راوسپړي.


د معاصرې دورې په مخکښو شاعرانو کې بل لوی شاعر (رحمت شاه سائل) دی، رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. رحمت شاه "سائل" د برې پښتونخوا يو پیاوړی شاعر دی چې د شعرونو ګڼ شمېر ټولګې يې خپرې سوي. د ده شعرونه د ګڼ شمېر سندرغاړو لخوا وييل سوي دي.
سايل صاحب يو (انقلابي) شاعر دی، پښتو او پښتونولۍ ته يې ډېر څه ليکلي دي، په پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا مئين دی، د پښتو د مينې لپاره يې لاندې بيتونه ښه ښکارندويي کوي:
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليکئ
د يو ليکوال په کتاب کې مې د سايل صيب د شعرونو په اړه ولوستل چې د نوموړي شعرونه له شوخۍ ټق چوي، اوس چې هر وخت د سايل صيب شعرونه لولم نو همدغه خبره مې فکر ته راسي.ګودر، منګی، مينه، ماذيګر او نور زموږ د پښتني ټولنې سمبولونه دي، دا چې سايل صاحب د مينې شاعر دی، د غزل شوخي يې ډېره ده، په ډېر ښکلي انداز ګودرونه، مازيګري او تنهايي په خپلو شعرونو کې انځوروي:

سايل صاحب وايي:
په څومره خلکو کې تنها وي سړی
چې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پېغلې منګی لري ګودر نه لري
وايي هغه عالم چې علم يې کړی وي او نور ته يې ګټه نه رسيږي د هغه خره په څېر دی چې کتابونه پرې بار وي او څوک ګټه ترې نه سي اخيستلی، ښاغلی سايل دغه خبره په هنري انداز کړې ده، له هغه ښايست يې پنا غوښتې ده چې پرهرونه نه سي ټکورولی، چې يو څوک د مظلوم د درد دوا کېدلی نه سي نو د هغه ښايست او ښه والی څه مانا؟
سايل صاحب په دې اړه وايي:
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
دا چې ښاغلی رحمت شاه سايل د مينې شاعر دی، شوخه او انقلابي شاعري کوي، په شعرونو کې يې شعريت هم خوندي ساتلی دی او د ځانګړي سبک خاوند دی، په لاندې بيتونو کې يې هنري ښکلا څومره ښه ځای کړې ده:
ما درله د ګل جنازه نه  راوړه
راغلم خو په لاس کې مې لمبه  راوړه

پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه
ما درله د ورځ  رڼا په شپه  راوړه
نو ښاغلی رحمت شاه سايل هم د پښتو ژبې د سرلارو او مخکښو شاعرانو په کتار کې د ځانګړي سبک څښتن دی، چې د هېواد په لر او بر کې يې ټول پښتانه پېژني، د نوموړي د شعر ښاپېرۍ دې ژوندۍ وي او قلم دې يې تاند وي.

په خپل وار سره د خپلو ادب په معاصره دوره کې د راز او ناز شاعر حاجي (پيرمحمد کاروان) دی،
حاجي پيرمحمد کاروان د حاجي نورمحمد زوى، د افغانستان د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکى دى. ښاغلي کاروان: لومړنۍ زدکړې تر دوولسم ټولګي پورې په خوست کې کړي دي او په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي ښاغلي کاروان خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د شريعاتو پوهنځي کې سرته رسولي دي.ښاغلی کاروان چې د پښتو ازاد شعر سرلاری هم بلل کيږي، ترڅنګ يې په بېل انداز ښکلي ښکلي نظمونه ليکلي او غزلونه يې خو يې په داسې لهجه او انداز پنځولي دي چې د کاڼو په زړونو کې هم اوبه کوي.
ښاغلی کاروان په غزل دومره ډېر مئين دی چې ځان د غزل لېونی بولي او وايي:
دې ملنګ دې لېوني کاروان ته ګوره
په غزل پسې له کوره راوتلی

دغه راز ښاغلی کاروان پښتو او پښتونولۍ ته دومره ژمن دی چې په هيڅ ډول اغيار ته سر نه ټېټوي او مخامخ خپل قاتل ته هم خاندي، په لاندې څو بيتونو کې يې د پښتني ښکلا څومره ښه درک لګولی سو:
د غرونو خلک يو کارونه د بازار نه کوو
شډل پډل ګرځو هيڅ ډول او سينګار نه کوو
د سرقاتل ته هم سلام کوو سلام يې اخلو
ولو يې مخامخ د شا نه پرې ګوذار نه کوو

کاروان صاحب ملنګ او صوفي شاعر دی، دی خپله وايي په کوچنيوالي کې د ښاپېريو او دېوانو کيسو ډېر اغېز پرې کړی، چې همدغه اغېز يې اوس په شعر او هنر هم پروت دی.ستار، رباب، ملنګ، پاچا، ځاڼې هغه لغاتونه دي چې کاروان صاحب يې په خپلو شعرونو کې ډېر راوړي، دغه راز کاروان صاحب ځانګړی سبک او بېلابېل سنبولونه هم لري، سندريزې چينې، چنارونه، ګودرونه، نښترونه، کلی او نور هغه څه دي چې د نوموړي په شاعرۍ کې له ورايه ښکاري.د کاروان صاحب د شعر ژبه ډېره خوږه ده، په هر چا اغېز کوي او خوند ورکوي، نوموړي ډېرو باریکو مسايلو ته هم پام کړی دی او تر ډېره يې نازکخيالي هم کړې ده.کاروان صاحب هم له حالاتو اغېزمن دی، خو دا چې هرې ژړا پسې خندا او هر ماښام پسې سبا ضرور راځي، نو کاروان صاحب هم خپلې ټولنې ته زېری ورکوي او د داسې وخت د راتلو خبر ورکوي چې له ظالمو حکمرانانو به خلک خلاص وي او ارام ژوند به لري.
وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
دغه راز د اوسنيو حالاتو بشپړ انځور يې په لاندې بيت کې ښه په ډاګه کېږي:
مارغان دې راشي زموږ  لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري ،  کلی مو چنار نه لري
نږدې هر وګړی د خپل تېر ژوند او په ځانګړي ډول د خپل ماشومتوب ارمان کوي او دا ارمان حتماً په زړه کې ورګرځي چې کاشکې زه يو وار ماشوم سوی وای، د خپلې مور په غېږ کې مې سر اېښی وای، په کوڅه کې مو د نورو ماشومانو سره شوخي او جنګ کړی وای، خپلې مورجانې غصه راته کړي وای او وروسته يې پر سر لاس راتېر کړی وای او بې غمه ژوند مې لرلی، کاروان صاحب ځينې داسې ښکلي او شهکار غزلونه هم ليکلي دي چې سړی خپل ماشومتوب ته ورولي، مور ته يې ليکل سوي لاندې بيتونه څومره کښښ لري او هر لوستونکي ته خپله خوږه مور مخته ودروي:
مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه

بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه

ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه
د ښاغلي پير محمد کاروان د شعري چينې اوبه دومره سپنې، رڼې او خوږې دي، چې هيڅوک يې پر څښلو نه مړيږي، د شعرونو لوستل يې لوستونکي ته نوره  تلوسه هم ورکوي، نو مالومه خبره ده چې پر شعرونو يې ليکل او خبرې کول ډېر وخت غواړي، ما د خپل کمزوري فکر له مخې د دوی ځينې بيتونه وشنل او د خپل فکر له مخې مې د دوی پېغام وسپړه، د دغه مخکښو او سرلارو شاعرانو هر بيت شاهکار دی، په هر بيت يې يو يو کتاب خبرې کيږي، خو نور کار به ځوانانو شاعرانو او څېړونکو ته پرېږدو چې په د دوی په بېلابېلو بيتونو کې وګرځي، د ټولنې لپاره ترې هر ډول خبرې راوباسي او خپرې سي.ځوانو شاعرانو ته مې لارښوونه دا ده چې د دغه څلورو نامتو او نورو شاعرانو شعرونه دې په دقت ولولي، شعر ليکل او شعر ويل دې ترې زده کړي، د شعر په تخنيکونو دې ځان پوه کړي ترڅو دوی هم په واقعي او رښتيني ډول شعر وليکي او د شعر د ليکلو حق ادا کړي.
پای