په تخار کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64410
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-06

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې له تېرو لسو ساعتونو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي. څو ورځې وړاندې هم طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې وې خو د تېرې جمعې په ورځ امنيتي چاراکو خبر ورکړ چې دغه ولسوالي يې د طالبانو له شتونه پاکه کړې ده. خو د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي چې د تېرې شپې له دريو بجو راپه دېخوا په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده. هغه وايي چې د همدې جګړې په ترڅ کې نن سهار طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ زرد کمر، چغتاى، پوزه قرغ او دارالعلوم ، ګور تيپه او پول مومن سيمې نيولې دي. خو زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د زرد کمر، چغتاى، پوزه قرغ سيمې بيرته نيولي خو د دارلعلوم په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده. دغه راز د خواجه غار ولسوال محمدعمر هم وايي چې له تېرې شپې راپه دېخوا په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.