د روژې دوه ویشتمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64429
نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2015-07-09

لیکوال: نثار احمد صمد د روژې دوه ویشتمه تحفه د روژې درېیمه لسیزه له دوږخه د نجات لسیزه ده چی پرون پیل سوه . دا لا څه ، د روژې د میاشتی درېیمه عشره د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور لسیزه هم ده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه واقع ده چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی ، او دا هم دوه ویشتمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په هیله . البته د ټولو برخو ځوابونه به تر روژې وروسته انشاالله اعلان سی ، والسلام ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ) . پوښتنی : ۱ ـ په سورهً طه کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ۲ ـ په الانبیا سورت کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم ذکر سوی دی ؟ ۳ ـ هغه کوم سورت دی چی شروع یې د هماغه سورت د نوم څخه کیږی ؟ ۴ ـ فرقان یعنی څه ؟ ۵ ـ په سورهً طه کی د رسول الله (ص) د مشهوری دعا ( رب زدنی علمأ ) اړونده آیت څووم دی ؟ ۶ ـ که د چا روژه وی خو بل چا ته وینه ورکړی نو ؟ الف : روژه یې ماتیږی ؛ ب : روژه یې نه ماتیږی ؛ ج : مکروه کیږی ؛ د : باید فدیه ورکړی . ۷ ـ د سخت کار له امله هم د روژې پریښودلو اجازه نسته . خو که یې په روژه کی حالت مخدوش سی او روژه ماته کړی ، نو څه کیږی ؟ الف : یوازی کفاره لازمه ده ؛ ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛ ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ د : روژه یې په دې شرط صحیح ده چی ځان موړ نکړی . ۸ ـ د قیامت په ورځ به لمر د خلکو د سرونو څخه څومره لوړ وی ؟ الف : نیم میل به لوړ وی ؛ ب : یو میل به لوړ وی ؛ ج : دوه میله به لوړ وی ؛ د : درې میله به لوړ وی . ۹ ـ پیغمبر (ص) د هغو یهودیانو سره څه وکړل چی عهد او پیمان یې مات کړ ؟ الف : هغوی یې له مدینې وشړل ؛ ب : هغوی یې غلامان کړل ؛ ج : هغوی یې ووژل ؛ د : هغوی یې بندیان کړل . ۱۰ ـ د احد په جنګ کی څوک په مدینه کی د رسول الله (ص) ځای ناستی و ؟ الف : عبدالله بن ام مکتوم (رض) ؛ ب : حضرت بلال بن رباح (رض) ؛ ج : حضرت ابوبکر (رض) ؛ د : ټوله غلط دي . او دا هم د نن زرین اصل : فضيل بن عياض رحمه الله ویلی دي : قران د دې له پاره نازل سوی دی چی عمل پرې وکړو ، خو خلکو یې لوستل عمل وګرځاوه!