محمدنبی سروره !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64448
نعمت الله (پټانزی)
دخبریدو نیټه : 2015-07-11


زمونږڅه خوږپیغمـــبریې
 انبیــــاؤکـې بهــتریې
 زمونږمحبوب زمونږدلبریې
 ای دهرزړګي خاطره
 محمدنبي ســــروره
****
ته سرداریې دکـــــــــونینو
 ته مـــونـــوریې دعـــینینو
 ته موګران ترواليـــــدینو
 عالمیانوکې بهتره
 محمدنبی ســــروره
****
ته رهبرته موپیشـوایې
 دړندودلاس عصــــــایې
 ته دهرمـــــرض دوایې
 دامت په حال خبــره
 محمدنبی ســـروره
****
تاتیـــاروته رڼاراوړه
 تاجهان ته ښـــکلاراوړه
 تابشرته وفـــــاراوړه
 دمظلوم دلاس یاوره
 محمدنبی ســـــــروره
****
تاټول دین راته بیـــــان کړ
 تادپوهې کـــــــــورودان کړ
 ټول جهان دڅــــراغــــان کړ
 قهـــرمانه بهــادره
 محمدنبی ســــــروره
****
زحمــــــــتونه دګاللـــي
 خلک حــــــق ته تابللـــي
 سنګــــــــــرونه دپاللـي
 ای فاتح دهرسنګــره
 محمدنبی ســــــروره
****
دستالاره دخلاصـــــون ده
 هم دسولې اوسمــــون ده
 رهنمادپاک ژونـــدون ده
 ای نیکمرغه بختوره
 محمدنبی ســـروره
****
ستاپه نوم باندې نازیږم
 ګنهـــــــګاریمه ژړیږم
 شفاعت کې دښــــــادیږم
(پټانزی ) نه مروره
 محمدنبی ســـــروره
****
 ..
 ..
۱۳۹۳/۳/۲۸
 غزنې – پښتون آباد