د زابل او کلات لنډتاريخي شاليد : پنځمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64450
شریف الله دوست(سرواني)
دخبریدو نیټه : 2015-07-11

زابلي رتبېلان :
د زابل  له شاهي  کورنيو څخه يومهم د رتبيلانو کورنۍ ده چي شا وخوا درې سوه کاله يې  واکمني کړې ده دا دیوه پاچا نوم نه بلکي دیوې لړۍ پاچاهانو نوم دی. ځینو تاریخپوهانو رتبېلان  د کوشاني  یفتلي عناصرو له پاته شونو څخه بللي دي خو یو شمېر دلایل شتون لري چي د (زابلستان ) رخج(اوسنی کندهار) او سیستان (اوسنی هلمند) رتبېلان له کابلشاهانو سره توپیر لري. یو دلیل دا دی چي ټولو پخوانیو عرب ليکوالو دوی  له سیستانه تر زابل او غزني پوري  شاهان ګڼلي دي نه د کابل شاهان ، د یادولو وړ ده چي ددې دوو کورنیو تر منځ خپلوۍ شتون درلود ، که تاریخپوهانو تېروتنه کړې وي همدا دلیل به وي.
چینايي زیارتکونکي (هیون تسنګ) چي کله د (۶۴۴ زیږدي) د جون او جولای په میاشت کي له هنده بیرته را وګرځېد  ، دفلنه (بنو) ، افو ګین(افغان) او تسو کوچا(زابل) او کاپیسا يې لیدلي وه ،  نوموړي د کاپیسا او کابل دپاچهۍ قلمرو د ننګرهار ،لغمان ، ګندهارا ،پیښور او  ټاکسیلا( اوسني اسلام اباد ته نژدې)په شمول سیمه او همداسي د فلنه ولایت (له پختیا تر بنو) د کاپیسا د پاچهۍ اړوند ګڼي خو په همدې وخت کي د تسو کو چا (ښايي اوسنی زابل د کندهار تر څنډو) چي پلازمینه يې هوسي نا (غزنه یا غزنی) و ، دبیل پاچاه لرونکی بولي (هیون تسانګ) زیاتوي چي د زابلستان د پاچاه نیکونه له پېړیو پر دې سیمه حکمرانۍ کړي دي او د کاپیسا او کابل د پاچهانو تر سیاسي  اغېز لاندي نه دي پاته سوي. ویلسن د رتبیلانو لقب (رتن پال) یادکړی دی  خو راورټي بیا د رتن پال او (رنه پال) تر منځ شکمن دی( ) ، اما علامه رشاد بابا په جغرافیايي یاداښتونو کي رتبیل (اصل زونپیل زون پال = سون پال) یعني تر اسلام مخکي لمر لمانځونکي بللي چي زون یا (سون) يې چي په انګریزي کي هم سون دی د لمر په مانا او (پال) يې د پالونکي او لمانځونکي معنی ښندي.همداسي عرب تاريخ  ليکونکي د اسلامي  سوبو اړوند ياداښتونوکي دهجرت په لومړۍ پيړۍ کي  د (زابلستان)  او سيستان (هلمند)  دځينو  مقامي  ملوکانو يادونه کوي  هغه چي  د دوی په وړاندي  جنګېدل  ، په رتبيل با  ندي  ياد کړی دی.  داسي ښکاري چي  رتبيل ديوه واکمن نوم دی خو داسي نه ده، لکه مخکي چي وویل سوه،  داد يوې شاهي  کورنۍ  نوم دی چي  دلومړۍ  هجري  پيړۍ  څخه د درېيمې   هجري  پيړۍ  تر وروستيو پوري د دې  لړۍ  هرواکمن  د رتبيل په نوم ياد سوی دی ، که چيري  دايو تن وای  تر دریمي  پيړۍ يې دوا م نه کاوه  د دې  دلیل  څرګندونه بلاذري  او مسعودي  کړې چي د لومړي اسلامي لښکر په سوبه  هغه چي په ۳۰ هجری کي يې تر (زابل)  او کابل  پوري سيمي  ونيولې.
همداسي مسعودي  دعبدالمالک بن مروان په سوبه (فتح) کي (۶۵ـ ۸۶ هجري)  پيښو کی کاږي:  رتبيل  شاه د بُست شا وخوا کي د عرب لښکرو سره يې جګړه وکړه او له دې  څخه ښکاري چي  د زابلستان او سيستان  پاچهانوته رتبيل وايې.( ) 
لکه مخکي  چي يې يادونه  وسوه (زابل) دخپل  اوږده او پرتمين تاريخ  سره په بيلابيلو نومونو ياد سوی دی ، په نهمه  هجري پيړۍ (۸۹۷هجري) کي  په روضات الجنات في او صاف  مدينه هرات کي  د "زابلستان  ، زاول  او زاولستان"  په ډولونو راغلی دی او په دريم فصل کي کاږي : ((وهنوز از اسفزار تاقندهار و از (زاول)  تاکابل  از تعدي وتطاول  اميرخليل و اتباع  او ويران و پريشان است)).
بل ځای راغلي دي :
 ((ابوالقاسم  ميرزا مرت ده سال  درخراسان  پاچاه با استقلال  بود، ومازندران و سمنان  و دامغان تا ولايت  بدخشان و ازکنار  جيحون ، ومرو  وماخان  تا اقصیْ (زاولستان) درتحت  فرمان داشت. ( )
تاريخ بيهقي  کی هم د (زاولستان )او (زاول)  په بڼه ثبت دی  ۲۵۷ مخ کي راځي  : ياسبکتګين  بدانکه (يعني  په سبب) آن بخشايش  که برآن  آهوی   ماده کردي  و آن بچګګ بدون بازي دادی و اسب  خود رابي جويله کردي ماشهري  راکه آن غزنين  ګويند  و زابلستان.( )بر تو   (د برتو پرځای  قياسي  تصحيح ده) وفرزندان تو بخشيدم . ( )
د ابو فضل  بيهقي  په همدې  تاريخ بيهقي  ۶۹ مخه په لمنليک کی ليکلي دي : ((زاول  اسم ولايتي  است که درجنوب بلخ و طخارستان واقع شده وبا ين معنی  شامل  غزنه، زمينداور ، قندهار  وسيستان  هم ميشود.
 اوپه متن کي يې زياته کړې ده:
((سلطان مسعود از هرات اميد عضد دولة يوسف عم خود را برای فتح قصد از فرستاد وی از هرات برفت، باغلا مان خويش وهفت وهشت ترنګ سلطاني  باسواري  پانصد  سوی بست و زاولستان وقصدار و شنودم بدرست  که اين سرهنګانرا پوشيده سلطان مسعود فرموده  بو دکه ګوش به يوسف ميداريد چنانکه بجاي نتواند رفت . ( )
تاریخي( زابل ) دکندهار کابل  په منځ کښي  شتون لري مرکزي  يې کلات ښار دی .
د ښندو اورو يي درست  ايواد(هيواد)  زرغون کړ
له قصداره  ترديبله  يې يونونه
 په (زابل) چي دبري پرنيلي  سپورسي
په لاهور يې  دمېړاني  ګزارونه

(ښکارندوی)
 نور بیا...


اخځلیکونه:
1)   :وګورئ : پوهاند حبیبي ، افغانستان بعد از اسلام ، دوهم چاپ ، ۵۹ مخ
2)    ــ پوهاند حبيبي  ، تاريخ افغانستان بعد از اسلام  ، دوهم چاپ  ۴۸ مخ .
3)   ــ معين الدين  محمد زچي اسفزازيو روضات الجنات في اوصاف مدينه هرات ، باتصحيح سيد محمدکاظم ، امام ۱۳۳۹ شمسي، ۱۸۱ ــ ۱۸۹  مخونه کاتبي تيروتنه .
4)   ــ په بله نسخه کي  را دوستان راغلي دی.
5)   ــ  ابو فضل بيهقي  ، تاريخ بيهقي  ، به تصحيح دکتر علي فياض ، ۶۴ س، ۲۵۷مخ.
6)   ــ تاريخ بيهقي ، ۷۸ مخ.