دلرې او برې پښتونخوا يو ځلانده علمي ستورۍ ولويده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6446
پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2006-04-05

په جرمني کې دساينس پوهانو ټولنه دخداې بخښلي ارواښاد ډاکتر کبير ستوري دنا څاپي مړينې څخه خبر تر لاسه کړ او له دې کبله دزړه له کومې خپګان او ژوره خواشيني څرګندوي .

اناالله وانا اليه راجعون

 خداې بخښلی ستوری دهيواد يونوميالی ساينس پوه، ساپوه،علمي او ملي شخصيت، وطنپالوونکی ، دټينګ عزم   او دسپيڅلي ايمان او عقيدې خاوندو. ارواښاد دساينس پوهنې اونوروټولنيزوڅانګو خو په تيره بيا په ساه پوهنې کې ګڼ شمير کتابونه ليکلي دي چې له دې لارې يې خپل ولس او دپښتو ژبې کلتور ته ستر تاريخي نه هيرېدونکي خدمتونه سرته رسولي دي.  موږ دمرحوم ډاکټر ستوري نا څاپي مړينه يوه ستره علمي اوولسي ضايعه ګڼو.  لوې څښتن تعالې د هغه ته شکلي جنتونه په نصيب کړي اوپاتې کورنۍ او خپلوانو ته  دصبر اوزغم غوښتنه کوو.

 چې  پيداشوې تاژړل نوروخندا کړه

داسې مړشه چي ته خاندي خلک ژاړي

.....................................

څوک چې خادم وي دخپل ملک او دملت

وطن يې پس له مرګه په مدفن فخرکوي

(استاد خادم)

په جرمني کې د ساينس پوهانوپه استازيتوب

پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

دافغانستان داتوم انرژي پخوانی مسئول مشر او دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځی استاد