په شنه سیمه کي قدم وهل انسان د مایوسۍ څخه ژغوري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64461
ژباړه : سحرګل سحر
دخبریدو نیټه : 2015-07-11



نیویارک : قدرتي په شنه ساحه کي څلویښت قدمه وهل د مایوسۍ کچه کمه وي دا خبره په امریکا کي په یو تحقیق کي ترسره سوې ده
د سټینفورډ پوهنتون د یوه تحقیق له مخي کوم خلک چي په شنو ساحو کي هر ورځ څلویښت یا د څلویښت قدمه څخه زیات ووهي دهغوئ ماغزه یو ډول آرامي محسوسوي .
څېړني ښوولي چي شنې سیمي د ذهني بشپړتیا لپاره تر ټولو ښه شی بلل سوي دي
په څېړنه کي دا مالومه سوې ده چي په ښارونو کي شنئ سیمي او یا قدرتي شنې ساحې تر ډېره د انسان سره د ذهني پریشانیو په راکمولو کي مرسته کوي
د څېړونکو په خبره چي له دغه څېړني څخه موږ ته دا پلاس راغلي چي شنه سیمه د انسان جذبات کنټرول لوي او پکښي په قدم وهلو سره هر شی ښه احساسولی سو.