بې لــــه تانـــه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64462
نورمحمد غفوری
دخبریدو نیټه : 2015-07-11

 

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم 
که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم
دا  څـــــه نــــــوې  خـــــبـر نـــه ده  نـازنـیـنې
هـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم
چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم
 هـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم
د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته
زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم
څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوري
دا  د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم
بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه
 بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم
ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړ
 پښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم
زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـه
تـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم