د روژې نهه ویشتمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64503
نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2015-07-16

لیکوال : نثار احمد صمد د روژې نهه ویشتمه تحفه عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده . مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکي داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول عمر به ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعي عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری موقع او آخری شپه ضایع نکړو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تهلیل ، تسبیحات ، استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ . د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د رمضان تر روژو وروسته اعلان کړم . که احیانأ سبا اختر سی نو زما د زړه له تله مبارکۍ ومنیً ، اطاعتونه او عبادتونه مو الله (ج) قبول کړه . هیله من یم چی دا ټولی برخی په یو فایل کی درسره وساتیً ، ځکه علم باید خاموش نه وی بلکی تر هر چا پوری یې ورسوو او دا زموږ ایمانی او وجدانی مسؤلیت دی . ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد ( nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم آیت کی د یو بېګناه انسان قتل د ټولو انسانانو قتل بللی دی او د یو انسان ژغورل یې د ټولو انسانانو ژغورل بللی دی ؟ ۲ ـ د قرآن مجید د مکي سورتونو پیل عمومأ په کومو الفاظو سره کیږی ؟ ۳ ـ د قرآن مجید د مدني سورتونو پیل عمومأ په کومو الفاظو سره کیږی ؟ ۴ ـ معوذتین د قرآنکریم کوم سورتونه دي ؟ ۵ ـ د قرآن مجید کوم آیت وایی چی تر څو په ځان کی ( مثبت ) بدلون را نه وړې الله دې ( روان ) حالت نه بدلوي ؟ ۶ ـ چا په لومړني آسمان کی اذان وکړ ؟ الف : جبرایل (ع) ؛ ب : اسرافیل (ع) ؛ ج : میکایل (ع) ؛ د : عزرایل (ع) . ۷ ـ د حضرت عثمان (رض) پر خلافت باندی تر ټولو اول چا بیعت وکړ ؟ الف : ابوبکر صدیق (رض) ؛ ب : حضرت علی (رض) ؛ ج : حضرت طلحه (رض) ؛ د : حضرت زبیر (رض) . ۸ ـ تر ټولو اول چا بیت المال جوړ کړ ؟ الف : ابوبکر صدیق (رض) ؛ ب : حضرت عمر (رض) ؛ ج : حضرت عثمان (رض) ؛ د : حضرت علی (رض) . ۹ ـ پیغمبر (ص) د مکې تر فتحی وروسته هلته څو شپې پاته سو ؟ الف : ۱۹ شپې ؛ ب : درې شپې ؛ ج : اووه شپې ؛ د : دیرش شپې . ۱۰ ـ د رسول الله (ص) وروستۍ غزا کومه یوه وه ؟ الف : د تبوک غزا ؛ ب : د حنین غزا ؛ ج : د خیبر غزا ؛ د : د مؤته غزا . او دا هم د نن زرین اصل : د یوې نېکۍ په کولو سره انسان نه پرهیزګار کیږی ، خو د یوې ګناه په کولو سره حتمأ ګنهکار کیږی . راځیً چی ټوله دا دعا بدرګه کړو : یا الله ! زما هغه ګناهونه را معاف کړه چی دعاوی می د قبلېدو څخه راګرځوي ، آمین .