سېلابونو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خلکو ته زیانونه اړولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64569
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-25

ډیورند کرښې ته څېرمه قبایلي سیمه کې د وړمې شپې د ناڅاپي سیلاب له کبله ډېر زیانونه اوښتي دي. د پولیسو په وینا، له اوبو وړیو ۲۶ کسانو یې د ۱۵ مړي موندلي دي. د دې پېښې په ګډون په چترال کې له یوې اونۍ راهیسې د بارانو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی. پولیس وايي، له ځینو کلیو ۲ له ځینو کلیو ۳ کسان اوبو وړي، چې وايي، د دغو کسانو لټون روان دی.