د طالبانو یو پخوانی وزیر: طالبانو هم د راتلونکې ناستې لپاره چمتو والی نیولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64570
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-25

د طالبانو يوه پخواني وزير او د رهبرۍ شورا غړي ويلي، طالبانو په لوړه کچه د سولې د خبرو د دویمې غونډې لپاره چمتووالی نيولی دی. دغه طالب چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګ شوی بي بي سي ته ویلي چې د شورا ځينې نور غړي هم کېدی شي راتلونکې غونډه کې برخه واخلي. د جولای پر اوومه اسلام اباد ته نژدې د مري ښارګوټي کې شوې غونډه کې د طالبانو د شورا د دفتر سکرتر ملا عبدالطيف منصور برخه اخيستې وه. د قطر دفتر په خبرو کې د نه ګدون په اړه پوښتنې ته ځواب کې د طالبانو دې مشر وويل، د سولې خبرو کي برخه اخيستل د رهبري شورا پرېکړه وه. دی وايي "د قطر د دفتر بيانونه دومره اعتبار نه لري، واک له رهبري شوار سره دی. د قطر د دفتر غړي په خپله د رهبري شورا له خوا ټاکل شوي. که چېرې د قطر د دفتر او رهبري شورا تر منځ ټکر راشي نو د قطر دفتر به اعتبار له لاسه ورکړي"