چارواکي: په بدخشان کې د ملي پوځ ۸۰ منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64572
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-25

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې د وردوج په ولسوالۍ کې د ملي پوځ ۸۰ منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې تسلیم شویو کسانو د خپل مرکز وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي. ده ادعا وکړه چې دغو کسانو له یوې میاشتې راهیسې له طالبانو سره اړیکه درلوده.