په لوګر کې د ځمکې پر شخړه کې ۵تنه ټپیان شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64573
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-25

په لوګر کې د ځايي اوسېدونکو او کوچيانو تر منځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله پنځه کسان ټپيان شوي او په تړاو يې پوليسو نهه کسان نيولي دي. د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال قاري محمد وايي، تېره ورځ د مرکز پل علم اړوند د ابراهيم خېلو په سيمه کې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د ځمکې پر سر جګړه چې له امله یې د سيمې پنځه تنه ټپيان شوي او په تړاو يې پوليسو ٩ کسان هغه کوچيان نيولي چې د دې شخړې اصلي عاملين دي. نوموړي زياته کړه، کوچيانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې دولتي ځمکې غصب کړې او اوس هڅه کوي چې د خلکو ځمکې هم ونيسي. ده وويل پوليس هڅه کوي چې د کوچيانو مخه ونيسي تر څو د خلکو ځمکې غصب نه کړي. د سيمې اوسېدونکي وايي، تېره ورځ ناوخته لسګونه کوچيان له وسلو او لرګيو سره کلي ته ورغلي او هر څوک چې په مخه ورتلل وهلي او ډبولي یې دي