د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۵ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64576
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-26

راپورونه وايي، د امریکايي ځواکونو بې پېلوټه برید په ننګرهار کې ۵ وسله وال وژلي دي. رسنیو خبر ورکړی، چې دغه برید نن سهار د ډېورنډ پولې ته نږدې لعلپوره ولسوالۍ کې شوی دی. سرچینې زیاتوي، د امریکايي ځواکونو بې پېلوټه الوتکې په یادې ولسوالۍ کې د خېبر پښتونخوا شیلمان سیمې ته نږدې پر یوه موټر دوه توغوندي توغولي، چې په پایله کې ۵ وسله وال وژل شوي دي.