په غزني کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64577
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-26

د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ګنډه ير سيمه کې د پاڅون کوونکو پر يوې پوستې بريد کړى دى. هغه وايي چې د بريد له امله يو پاڅون کوونکی او يو ملګي وګړى وژل شوي او يو بل پاڅون کوونکى ټپي شوى دى. هغه زياته کړه چې له بريد وړاندې طالبانو د پوستې ټوله لار پر ماينونو پوښلې وه او کله چې پوليسو غوښتل د پاڅون کوونکو مرسته وکړي نو رينجر موټر پر ماين برابر شو چې له امله يو پوليس و وژل شو او يو بل ټپي شو. د احمدي په وينا، په نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.